یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملا حنفي: سیمه او نړۍ د نشه یي توکیو له شره خلاصوو،...

ملا حنفي: سیمه او نړۍ د نشه یي توکیو له شره خلاصوو، خو افغان کروندګرو ته مرستې غواړو

تاند:(دوشنبه، د عقرب شپاړسمه)‏‌ د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د قرغیزستان د ولسمشر ځانګړي استازي طلعت بېک مصدقاف په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، طلعت بېک مصدقاف په افغانستان کې د سراسري امنیت په تامین خوښي وښوده او د ښځو حقونو تامین او سیاسي جوړښت په اړه یې خپلې مشورې او وړاندیزونه مطرح کړل.

نوموړي وویل، راتلونکی کال پلان کې لرو چې د افغان روغتیايي مسوولینو په همکارۍ بدخشان کې ښځو او ماشومانو ته روغتیایي خدمتونه برابر کړي.

د قرغیزستان د ملي امنیت دولتي کمېټې غړي بالات سیپاف او په کابل کې د قرغیزستان سفارت شارژدافیر سنجر الګاژایوف له ترورېزم او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ وې ویل، ګاونډي او د سیمې هیوادونه باید د افغانستان واقعي غږ واوري.

 مولوي عبدالسلام حنفي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، دیني،اقتصادي او فرهنګي لرغونو اړیکو ستاینه وکړه او د دغو اړیکو تقویت یې مهم وباله.

‏ملا حنفي د اداري فساد او نشه یي توکو صفر کېدو په اړه معلومات ورکړ وې ویل: دوی په افغانستان کې هېڅ وسله والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د‌ نوموړي په وينا، د طالبانو پالیسي دا ده چې سیمه او نړۍ د نشه یي توکو له شر څخه خلاصه کړي، خو له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې کروندګرو ته د بدیل معیشت برابرولو کې همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب