Homeخبرونهروغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د پولیو پر وړاندې د پام وړ...

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د پولیو پر وړاندې د پام وړ پرمختګ شوی

تاند:(دوشنبه ،د عقرب شپاړسمه)‏‌ روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې د پولیو پرضد د پام وړ لاسته راوړنو خبر ورکړی او ویلي، چې د پوليو د پېښو ثبت تر پخوا کم شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان لا هم د هغو محدودو هېوادونو په ډله کې دی، چې د پولیو پیښې پکې موجودې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، چې د دوی له واکمنيدو سره په آخر ځل, تېر اکتوبر تر ۶ میلیونو پورې افغان ماشومانو ته د پولیو يا ګوزڼ واکسین شوی دی.

د عامې روغتيا وزارت د واکسیناسیون پروګرام مشر کمال شاه وايي، چې د طالبانو له واکمنيدو څخه مخکې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان د نا امنۍ له امله واکسین نه بې برخې وو.

د طالبانو منتقدین په تېر کې دوې د جګړې او رواني تبليغاتو له لارې د واکسين پروګرام تر ټولو لوی خنډ یادوي.

د افغانستان د تېرو شلو کلونو د‌ جګړو له امله د واکسیناسیون ډېر کارکوونکي هم وژل شوي او ټپيان شوي.

اوس خلک هیله لري، چې د ډېرو اقداماتو په کولو نوړ افغانستان د ګوزڼ پېښې صفر ته ورسولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...