یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهعبدالله:د مسعود د قبر شناختې ويجاړ شوي، مجاهد:‌‌ دا خوشې اوازې دي

عبدالله:د مسعود د قبر شناختې ويجاړ شوي، مجاهد:‌‌ دا خوشې اوازې دي

تاند:(شنبه ،د عقرب څوارلسمه)‏‌ د پرزول شوي جمهوري نظام د ملي مصالحې د عالي شورا د رييس عبدالله عبدالله په ګډون د شمال ټلوالې یو شمېر نورو مشرانو په پنجشېر کې د پخواني قومندان احمد شاه مسعود د قبر د شناختو د ماتېدو خبر ورکړی او په اړه ېې توند غبرګونونه ښودلي.

عبدالله عبدالله ویلي، چې دا کار په څووم ځل د نامسووله وسله والو کسانو لخوا شوی.

هغه په یوه اعلامیه کې ویلي:« دا کار په دې شرايطو کې چې همپالنې ته ډېره اړتيا ده کولای شي د هېوادوالو ملي روحیه شدیداً زیانمنه کړي او په زړونو او دماغونو کې د کینې او نفاق تخم وکري.»

عبدالله عبدالله په بدخشان کې د پوهنتون د ښځينه محصلينو پر وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په ناوړه چلند هم نيوکه کړې او ویلي، چې افغانان په کولتوري لحاظ د ښځو درناوی کوي.

د احمد شاه مسعود یو شمېر نورو پلويانو د نوموړي د قبر د شناختو ماتول د طالبانو کار بللی، خو د طالبانو د حاکمې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه خبرونه یو مخ اوازې بللي او ويلي، چې طالبان خپلو جنګياليو ته د چا د سپکاوي اجازه نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب