شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهکابل کې د پاکستان ملا ډوله شارژدافیر خپله دنده پیل کړه

کابل کې د پاکستان ملا ډوله شارژدافیر خپله دنده پیل کړه

تاند:(شنبه ،د عقرب څوارلسمه)‏‌ د افغانستان لپاره د پاکستان نوي شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني رسمآ خپله دنده پیل کړه.

 نوموړي په دې اړه تر سره شويو مراسمو کې ټینګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د پراختیا لپاره به کار وکړي.

د پاکستان د نوي شارژدافیر په اړه، چې په عین حال کې به د سفارت سرپرست هم وي، ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

مخکې منصور احمد خان په کابل کې د پاکستان سفیر و، چې څه موده مخکې ېې دنده پای ته ورسېده.

منصور احمد خان د طالبانو پر حاکمې ادارې د پراخ کنټرول او طالب چارواکو څخه د پرله پسې ګزارش اخيستو له امله د عامو افغانانو د ډېر نفرت سبب شوی و.

هغه ته په ټولنیزو رسنیو کې ځينو افغانانو د « ږيره خرييلي طالب امیرالمؤمنین» ځينو د « پاکستاني ټولواک او وايسرای» او نورو نور لقبونه ورکړي وو.

د نوي شارژدافیر په اړه هم خلکو مختلفې تبصرې کړي او ويلي پاکستان طالبانو ته د خپل يوه ږیرور دیپلومات له لیږلو سره نورو هېوادونو ته هم پیغام ورکړ، چې طالبانو ته دې نور په « شرعي سنتو» برابر دیپلوماتان واستوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل ته د سفير پر ځای د پاکستان د شارژدافیر ټاکل کیدو ته په غبرګون کې يو شمېر شنونکو ويلي، چې پاکستان د رسمي سفیر له نه ټاکلو سلا وښوده، چې د سفیر په کچه طالبانو سره اړیکې نه غواړي ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د محدودو نورو هېوادونو تر څنګ په خپله خاوره کې د افغانستان دیپلوماتیک مرکزونه د طالبانو ادارې ته سپارلي.

پاکستان او د نړۍ ټول هېوادونه د طالبانو اداره په رسميت نه پيژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب