Homeخبرونهد ط-انو بهرنيو چارو وزارت د روسیې غونډه کې خپل نه ګډون...

د ط-انو بهرنيو چارو وزارت د روسیې غونډه کې خپل نه ګډون ته غبرګون وښود

تاند:(شنبه ،د عقرب څوارلسمه)‏‌ په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې د بهرنیوچارو وزارت د روسیې هغه اعلان ته غبرګون وښود، چې وايي د افغانستان په اړه د روسیې فارمټ په نوم جوريدونکې غونډې ته د طالبانو استازي نه ور غواړي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:« په روسیه کې د افغانستان په اړه د جوړېدونکې غونډې بحثونه به نیمګړي وي.»

 سرچينه زياتوي، چې په دې ډول غونډو کې د طالبانو نه ګډون به له نړیوالو سره د دوی پر تعامل ناوړه اغېز وکړي.

روسي رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف له قوله خبر ورکړی چې په پام کې ده د روانې نوامبر میاشتې په نیمايي کې د افغانستان په اړه د مسکو د فارمټ په چوکاټ کې د روسیې، چین، هند، ایران او د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو په ګډون یوه غونډه جوړه شي.

د ياد شوي فارمټ تېری غونډې ته د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بلل شوی و.

 د طالبانو اداره پر افغانستان له نژدې پنځلس میاشتنۍ واکمنۍ سره سره تراوسه د نړیوالو له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

څو ورځې مخکې ‏‌ د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پتروشیف امریکا متحده ایالات تورن کړل،‌ چې د خپلو سیاسي- جغرافیوي موخو لپاره یې د طالبانو، القاعدې او داعش ډلې رامنځته کړي دي.

روسيې دغه راز اعلان کړی، چې د طالبانو حاکمې ادارې ته ېې د روسیې فارمټ په نوم د افغانستان په اړه کيدونکې سیمه ییزه غونډه کې د ګډون فرصت نه دی ورکړی.

شنونکي باور لري، چې د طالبانو او امریکا وروستي مذاکرات د طالبانو د ادارې پر وړاندې د روسیې او نورو سیمه ییزو هېوادونو د دريځونو د سختیدو سبب شي.

د طالبانو له بيا ځلي واکمنۍ څخه مخکې د دوی پر وړاندې د سیمې او امریکا تر منځ په اړيکو کې انډول ساتل له لویو ننګونو څخه ګڼل کیده.

امريکا ته د طالبانو د نیږدې کیدو ځینې مدافعین دې ته په اشارې سره، چې د سیمې قدرتونو د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ په څه باندې یو کلنه موده کې د امریکا د يوې اونۍ هومره مرسته د دوی واکمنۍ سره نه ده کړې، امريکا ته د طالبانو د نیږدې کیدو ننګه کوي.

له دې سره څېړونکي وړاندوينه کوي، چې امریکا ته د طالبانو له ډېر نیږدې کیدو به دوی ته تاوان دا وي، چې د سیمې هېوادونه ېې ښايي پر ضد نورو ډلو نه ملاتړ وکړي.

1 COMMENT

  1. که په رښتیا طالب او ینکي سره نږدې شي نو پاکستان به د طالب غلامي کوي او په دې صورت به هیڅ نور ګاونډي هېوادونه د مداخلې قدرت ونلري ! خو مذهبي منا فقین باید زما د نازولیو نجونو ښوونځي را خلاص کړي !! طالب منافقت کوي او منافقت ددین سره خیانت دی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...