جمعه, اپریل 26, 2024
Home+شیطان د انسان په جامه کې!؟

شیطان د انسان په جامه کې!؟

استادشهسوار سنګروال

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د جمعې ورځ د عقرب په ۱۳مې نېټې (۱۴۰۱لېږدې لمریزکال) ،چې د۲۰۲۲زیږدي کال دنوامبرله ۴مې سره برابره وه، وویل،چې ګنې

«افغانستان هغه ټاټوبی دی چې له څښتن تعالی هېر شوی دی. »د نیورک ټایمز د راپور له مخې نوموړي دا خبره هم کړې چې ما د افغانستان بېلا بېلې سیمې لیدلي دي … !؟

هوتاسو د افغانستان بېلا بېلې سیمې ددې لپاره لیدلې، چې وګورۍ، د تاسو خونړېو ځواکونوڅومره بېوځله اوبېوسه افغان ماشومان،نرو ښځې،واړه اوزاړه په سرو وینو لمبولي دي؟

تاسوپه خپلو سپکوسپوروخبرودخپلې ماتې پړه په بل چا مه اچوئ اوداهم مه هېروۍ چې په  ۵۲ ډوله الوتکو موافغانان وځپل ، خوموږدا هم نه هېرووچې په ۲۰۰۲کال موپه ارزګان کې دواده په مراسمواو«ورا»خونړی برید وکړ،په سره سالوکې ناسته ناوې مو په سرو وینوولمبوله.

شهسوار سنګروال

داسې په لسګونه بېلګې لروچې په ډېرو دا ډول مراسمو په «وراوو» او جنازو مو په ډله ییزه توګه بریده کړي دي ،ولې بیا هم په دغه شل کلن اشغال مولکونو افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله ،خو په تور مخ له شرمه ډکه ماته مو وخوړه اوله افغانستانه مو پښې سپکې کړې.

هو د افغانستان ولس بېوزله پاتې شو او د خپلو قربانیو او اتلولیو ویاړونه یې ونه پالل شول … په ټول عمرپه ځانګړي ډول دا څلور لسېزې چې د هېواد لپاره کومه قرباني ورکړه نه یوازې د دوۍ دا تلولیو پخلی ونه شو، بلکې د پردیو په غېږکې روزل شويو، نازولورهبرانولا وځپل اولا یې ددوۍ په سر سیاسي سوداګرئ ته لاره اواره کړه.

جوی بایډن ته بایدوویل شي،که افغانان مو ووژل ،خو تاسو هم دسر نذرانې واخستې اونه یوازې تاسو،بلکې هر ښکېلاک اوزبر ځواک،چې پخپلو بېباکو او ناپاکو هیلو افغانستان ته په خیرنوسترګو کتلي دي ،خو دوۍ هم رټل شوي اوجهنم ته غورزیدلي دي.

ولې له بده مرغه دافغانستان خلک دهېوادهرې تاریخي اوسیاسي غمیزې غمولي دي ،دخپلو سرښندنودب دبه ترې اخستل شوې اولوټل شوې ده،ددوۍ په برخلیک سیاسي لوبوته لاره اواره شوې ده .

دتاریخ په رڼا کې افغانانودخپلواتلولېو په برکت درې وارې (۱۸۳۹—۱۸۷۹ — ۱۹۱۹ز) بریتانوي ښکېلاک اوزبېښاک په ګونډو کړ،خودهېواد له خپلواکۍ (۱۹۱۹ز) وروسته یوه نالوستي ،یوه غله اوخیرن انسان دپردېیوپه لمسه افغانستان توروتیاروته ټېل وهه.

افغان ولس دشوروی ښکېلا ک پر وړاندې پاڅون وکړ…په میلونو افغانانو ته مرګ ژوبله واووښته اوشوروي سرولښکروله شرمه ډکه ماته وخوړه ،ولې له بده مرغه د(کې جي بي) لا سپوڅو د (اې اس اې ) له لاسپو څوسره یوځاې چې دپردېیو په لمنه کې لوې شوي وو… افغانستان په سرو وینوولمبوه او دتنظیمي مشرانوپه بېباکۍ په لسګونوزروافغانانو ته مرګ ژوبله واووښته ،افغانان دهمدوۍله لاسه بې پته بې عزته شول ،دسرو مال درانه زیانونه وګالل.

امریکا او د ناټو غړو هېوادونو هم لکه څرنګه چې د شلمې پېړۍ وحشي استعمار شوروي اتحاد افغانستان ته یوه لویه غمیزه په میراث پرېښوده، دارنګه د ۲۱پېړۍ بېباکه ښکېلاک هم د افغانستان بېوسه او بېکسه ولس ته دسر او مال درانه تلفات واړول.

داچې جوبایډن په خپلوسپکوسپورافغانانو ته « پېغور » ورکوي اوپه خپلولوټواسمان ولي او وایي چې چښتن تعالی افغانستان هېر کړی دی، ولې حقیقت داسې نه دی!!

 نه خداې پاک افغانان هېر کړي اونه هم افانانو خداې هېر کړی دی … خودتاسوله پیغوره ډکې خبرې دافغان ولس عظمت او تاریخي دب دبې ته زیان نشي اړول او تر ډېره بریده دا له شرمه ډک پېغور لومړی تاسو ته ډېرمتوجې دی چې په ډېر غرور افغانستان ته راغلۍ اوپه ډېرې بېشرمۍ ووتې …

دویم شرم هغه چاته دی،چې تاسود۵۲ الوتکوپه زورځواک واک ته ورسول او اوس دډالروبوجۍ پرشا دنړۍ بېلا بېلوهېوادونو کې له حقارته ډکې شپې ورځې تېروي … دانسان شتمنۍ یوازې دانسان دعزت معیارنه دی ، بلکې دانسان جوهردانسان په شخصیت کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب