دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسیګار: امریکا په یوه کال کې افغانستان ته تر ۱۱ سوه میلیون...

سیګار: امریکا په یوه کال کې افغانستان ته تر ۱۱ سوه میلیون ډالره زیاته مرسته کړې

تاند(چهارشنبه، دعقرب۱۱) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش وايي، د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د امریکا حکومت افغانستان ته یو ملیارد او ۱۰۰ میلیون ډالره مرسته لېږلې ده.

د جان سوپکو د دې خبرې معنا دا ده چې د افغانستان د جمهوري نظام له پرزېدو او د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته لا هم امریکا د افغانستان تر ټولو ستره مالي ملاتړ کوونکې ده.

پرون افغانستان ته ۴۰ میلیون ډالره نوره مرسته ورسیده او دا په روانه اوونۍ کې دوهمه څلوېښت ملیون ډالري مرسته وه.

سیګار (د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر) په تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۰۸ کې د دغه دفتر له پرانیستلو وروسته په لومړي ځل نه دی توانېدلی چې د امریکا کانګریس او خلکو ته د بیلابیلو امریکايي حکومتي ادارو د نه همکارۍ له کبله د خپلو لګښتونو بشپړ حساب ورکړي.

په دغو ادارو کې د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره (یوایس ایډ) او د خزانې وزارت شاملېږي.

سیګار همداراز وايي چې اوس د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره او د باندنیو چارو وزارت مهم معلومات ورسره نه شریکوي.

د سیګار له وروستي راپور سره سم، د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د ۲۹۲۲ د سپټمبر تر ۲۰ پورې په افغانستان کې په بیارغونې او نورو اړوندو چارو باندې نژدې ۱۴۶ اعشاریه ۵۵ ملیارد ډالره لګولي دي. البته په دې پیسو کې هغه شاملې نه دي چې د ۲۰۲۲ د جون له ۳۰ وروسته د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې مصرف کړي دي.

سیګار د ۲۰۲۱ د سپټمبر په راپور کې ویلي و، د امریکا متحدو ایالتونو په شلو کلونو کې په افغانستان کې شاوخوا ۲ تریلیون ډالره لګولي چې په هغو کې ۸۴۹ میلیارد ډالره د جنګي وسایلو په رانیولو او بیارغونې لګول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب