جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکندهار کې د هنر نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کندهار کې د هنر نړيواله ورځ ونمانځل شوه

تاند:(جمعه ،د ميزان ۲۹مه)‏‌ ‏د کندهار په اطلاعات او کلتور رياست کې د هنر نړيواله ورځ د لاسي صنايعو، توليدي توکو او ښکلو هنرونو د انځوريز نندارتون له جوړولو سره ولمانځل شوه.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست لپاره د طالبانو رييس مولوي نور احمد سعيد په دې نمانځغونډه کې وويل:« افغانستان د هنرونو او فرهنګ له اړخه ډېر بډايه دی، هر ولايت يې جلا جلا هنرونه او بهترين هنرمندان لري او ښه هنرمندان هغه دي چې د هنر ګټه یې ټولني، وطن او اسلام ته رسيږي.»

په دې مراسمو کې بېلا بېل لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوي وو، چې د خلکو له هرکلي سره مخ شول.

د هنر پوهانو په باور، د مسلسلو جګړو او افراطیت له کبله د کندهار بېلا بېلو هنرونو او د ژوند ټولو خواوو ته سخت زیانونه رسیدلي، چې لږ تر لږه يادونه او نمانځنه ېې هم ښه کار دی.

دوی ټینګار کوي، چې طالبان که ریښتیا د افغانستان د هنر او فرهنګ وده غواړي، هنر او فرهنګ هنر سره بايد سليقوي چلند ونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...