سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+په سیدجمال الدین افغان پوهنتون کې ادبي بحثونه

په سیدجمال الدین افغان پوهنتون کې ادبي بحثونه

په سید جمال الدین افغان پوهنتون کې (د فرهنګي، علمي او ادبي بحثونو) دويم راپور

شاهدالله ځیرک

د څښتن تعالی په سپېڅلي او هسک نوم!

نن سې شنبه مازدیګر څلور بجې، په (۱۴۰۱/۷/۲۶) نیټه، د کونړ سید جمال الدین افغان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې د قدرمن استاد پوهنمل سید اصغر هاشمي په مشرۍ د (فرهنګي، علمي او ادبي بحثونو) په نوم دويمه غونډه وشوه، چې د دې غوندې اجنډا هدايت الله بارز ستانکزي له مخکې ترتيب کړې وه.

د درېځ چارې محمد شېرزاد په مخ بیولې. غونډه د خادم الله خادم لخوا د قران کریم په مبارکو ایتونو پیل شوه، ورپسې منظور تاج شریفي د شاهدالله ځیرک په دې غزل کره کتنه وکړه:

شپه ده خاموشي راته نڅا کوي، زه مرمه

درد ظالم په ما پورې خندا کوي، زه مرمه

د دې دور یاران خـو له مارانو هـم بدتر دي

اکثر زما په ژوند باندې سودا کوي، زه مرمه

خاا زه د جوارګر عشق له لوبې نه خبر وم؟

چې اوس راته سبا بیګا ښیرا کوي، زه مرمه

دا زړه مې په یوه خندا سینې نه بهر کېږي

جانان زما له قصده بیا مُسکا کوي، زه مرمه

دعا یې په ښیرا باندې بدلېږي خدایه خیر کړې

رقیب راته محفل کې نن دعا کوي، زه مرمـه

ځیرک یـمه حریص یـمـه نـامـه د چا وانـخلې

جانان که مـې خبره د بل چا کوي زه مرمـه

منظور تاج د پورته غزل په هکله وویل:

ځیرک خپل احساسات او عواطف د غزل په چوکاټ کې ځای پر ځای کړي دي. وایي چې: د یار بیلتون یې د شپې په خوند نه پوهوي،خاین ملګری یې له مار سره تشبیه کړی دی او وایي چې مار ته په لستوڼي کې ځای مه ورکوئ، همداسې نور بیتونه یې د بیلتون د دردونو ترجماني کوي، خو وروستی بیت کې یې ځانته د حریص لقب کړی چې د اسلامې شریعتو او اخلاقي اوصولو سره سم کار نه دی.

ورپسې شامحمد شیدا عزیزالرحمن محمدي په دې غزل کره کتنه وکړه:

ګل سره جنګونه او اغزو ته خنداګانې دي

موږ کې پيدا شوي خدایه داسې بلاګانې دي

نشته په افغان ملت کې هر څه ورنه تللې دي

بس یوازې پاتې هرې خواته ژړاګانې دي

خرڅ یې کړل مرمر نښتر افغان بچي خبر نشو

دلته دي په کور کې ګوره داسې سوداګانې دي

نن یې درته کور په دیوالو ګروپونه ولګول

اوس چې ورته ګورې هرې خوا ته رڼا ګانې دي

نن چې مې رقیب راته ناره د جنګ په جار کوي

دوی سره د دوه پنځوس، ملکونو سلاح ګانې دي

زه محمدي په هر حالت په خپل مقام یمه

ماته مې سپین سرې مورې کړي دعاګانې دي

شیدا وویل: موږ همېشه له ښو خلکو سره بده رویه کړې ده او پس له مرګه مو ستایلي دي چې محمدي ورته په ښه ډول اشاره کړې ده، همدا ډول د افغان ولس ستونزې، ملي شتمنیو ته اشاره ده، د ګاونډي هېوادونو لاس وهنه زموږ په وطن کې او د مور د دعا ګټې په ښه ډول انځور کړي دي.

په دې پسې ازاده مشاعره پیل شوه چې لاندې کسانو:

شا محمد شیدا، شاهدالله ځیرک، خان محمد خادم، عاطف الله محبت، شفیع الله تاند، عادل اشنا او حسین صادق ګډونوالو ته انتخاب شوي غزلونه، ادبي ټوټې او ترنومونه واورول.

له دوی ورورسته عبدالولي سلارزي وویل:

درنو ځوانانو ناهیلي که په شعر کې وي او یا هم په نثر کې ځان ترې وساتئ، مثبت فکر وکړئ او نورو ته یې لارښوونه وکړئ.

د غونډې په پای کې استاد سید اصغر هاشمي د ارزیابۍ لپاره درېځ ته وبلل شو، استاد وویل: افرین ځوانانو، کوشش وکړئ، تاسې هر یو ښه استعداد لرئ، خپل استعدادونه ښکاره کړئ، هېڅ کله د کمترۍ احساس ونه کړئ، باید منظم اوسئ او وخت ته ارزښت ورکړئ، د منظور تاج کره کتنه یې اعلی وګڼله او په پای کې یې خپل خوندور غزل ګډونوالو ته واوروله:

لارویه لیونی شوم، څه مقصد د دې دونیا؟

که مقصد د ژوندون تور وي، څه حاجت یې د سبا؟

لیونتوب کې سپېڅلیتا ده، سمندر تل کې لیدل دي

دا ژوندون د مرګي کور دی، په دې کور کې ده ځلا

د جهان په رنګینو کې، بدرنګي خوره وره ده

که هر مینه ابدي وي، جدايي څه له پیدا؟

ای د مینې سمندره! راشه راشه ما خمار کړه

لیونی نه یم په سد یم، ځکه ځان ته کړم ژړا

لارویه لیونی شه، چې پیدا دې مست جهان کړې

چې بې حاله شوې، په حال شوې، د ژوندون دا تقاضا

ما چې ولیده په خوب کې هېڅ په ويښه پیدا نه شو

زه میٔن په تورو شپو یم، د سپین رنګ په واویلا

غونډه مازیګر ناوخته په دعا سره پای ته ورسېده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب