جمعه, مې 17, 2024
Home+د ادب کور د اتم لېکچر راپور

د ادب کور د اتم لېکچر راپور

ضیالرحمن نيازی

په ادب کور کې تېر پنجشنبه چې د (/۷ /۱۴۰۱ه ش) کال د تلې له شلمې نېټې سره برابره ده، د (ښه ډیزرټېشن) تر سرلیک لاندې لکچر وړاندې شو.

د دې ناستې ګډونوال د پوهنتون استادان هر یو د دوکتورا سکالر فدا محمد (الکوزی)، د پروان پوهنتون استاد پوهنيار غلام محمد هاشمي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استاد او د دوکتورا سکالر رحمان الله قانع، د ننګرهار پوهنتون استاد او د دوکتورا سکالر حقيار صاحب او نور درانه استادان او د بېلابېلو تحصیلي برنامو زدکړیالان وو.

غونډه د پروان پوهنتون استاد غلام محمد هاشمي په تلاوت سره پیل کړه او ورپسې د دوو تنو استادانو هر یو دوکتور طارق ذاکر او د دوکتورا سکالر سید اصغر هاشمي له لوري د ښه ډیزرټېشن په ځانګړتیاوو بحث وشو.

دوکتور ذاکر د ښه ډیزرټېشن او پروپوزل په ځانګړنو بحث وکړ، زیاته یې کړه چې یو ښه پروپوزل باید دا ځانګړتیاوې ولري:

۱: د موضوع څرنګوالی ثابتول.

۲: د یوې موضوع نوی والی باید ثابت شي.

۳: د موضوع ستونزه باید مشخص شي.

۴: د څېړنې ارزښت او نتیجه باید څرګنده شي.

د دې ترڅنګ یې د یوه ښه ډیزرټېشن د لیکلو لپاره لاندې نقاط ضروري یاد کړل لکه:

۱:د موضوع حدود باید څرګند وي.

۲: لیکنه باید ځنځیري شکل ولري.

۳: موضوع باید وړه وي، ترڅو ابعادو ته رسیدګي وشي.

د دې ترڅنګ یې نورې لازمې لارښوونې هم وکړې.

ورپسې سید اصغر هاشمي د نوموړې موضوع په ټولو اړخونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې ښه ډیزرټېشن لاندې ځانګړتیاوې لري:

۱: د اقتباس حدود باید څرګند وي.

۲: په هرې موضوع له نوي بعده کار وشي.

۳: عنوان باید نوی والی ولري.

۴: که امکان وي څېړنه که د نظریاتو په اساس وشي غوره به وي.

۵: کوښښ باید وشي چې څېړنه د یوې ستونزې د حل باعث شي.

په پای کې د ګډونوالو له لوري نظریات تبادله شول او هم د موضوع په اړه هر اړخيزې پوښتنې وشوې او غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب