پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهپر ښځینه وو قيودات د نسايي ولادي د متخصصينو شمېر کم کړی

پر ښځینه وو قيودات د نسايي ولادي د متخصصينو شمېر کم کړی

تاند:(جمعه ،د ميزان ۲۹مه)‏‌ د افغانستان د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې شکايت وکړ،چې بهرنيو هېوادونو ته د تخصصي زده کړو لپاره پر ښځینه وو د سفر بندیزونه د نسايي ولادي ناروغيو د ډاکټرانو د کمښت سبب شوی.

د‌ دغې ټولنې رییسې نجم السما شفاجو د ظرفيت لوړونې په ملي سمپوزیم کې وویل: «د ښځو لپاره ډېر چانس شته، چې د تخصص په برخه کې یې ظرفیت لوړ شي؛ خو دا چې موږ د محرم په سېسټم کار کوو، څنګه کولی شو یوه مېرمن له محرم سره ولېږو؟زه فکر کوم دوی ډیرې اقتصادي ستونزې لري، داسې هم نه‌شي کېدای، چې ډاکټره په ډیر لوړ لګښت بهر ته واستول شي.»

ښځینه ډاکټرانې د طالبانو له حاکمې ادارې غواړي، چې په نسايي او ولادي برخو کې ښځینه ډاکټرانو ته د نورو زده کړو زمینه هم برابره کړي.

د طالبانو ډېرو چارواکو د نورو ښځو له زده کړو او فعاليت سره د ښکاره او پټ حساسيت سره- سره د ښځينه ډاکټرانو د فعاليت په اړه د ملاتړ خبرې کړي.

له دې سره له یو شمېر ولایتونو څخه د ښځينه ډاکټرانو پر وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له چلند څخه شکایتونه شوي.

طالبانو د ښځينه ډاکټرانو د ټولنې د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب