یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبلخ:واده کې څښل شویو الکولو ۳تنه مړه او ۷نور مسموم کړل

بلخ:واده کې څښل شویو الکولو ۳تنه مړه او ۷نور مسموم کړل

تاند:( يکشنبه،د سنبلې اووه ويشتمه)‏ د ‎بلخ لپاره د طالبانو ځايي چارواکي وايي،چې د دې ولايت د مرکز د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې درې ځوانان د الکولي مشروباتو د څښاک له امله مړه شوي او ۷ نور مسموم شوي دي.

طالب چارواکي مسوولین وايي چې دغو کسانو د یوه واده په مراسمو کې الکولي مشروبات څښلي چې له امله یې ۳ تنه مړه شوي او ۷ نور مسموم شوي دي.

چارواکو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستيو کې له مختلفو ولايتونو څخه د الکولو د فابريکو او کاروباريانو د نیول کیدو خبرونه زیات شوي.

1 COMMENT

  1. الکول په مجموع کی ښه څیز نه دئ، د الکولو استعمال الزاماً د روشنفکری او تمدن او موډ سمبول نه دئ خصوصاً زموږ غوندی ټولنو کی. اصلاً په علمی توګه د جوړ سوو اصیلو! الکولو نشه او مستی تصنعی ده نو په غیر علمی روِش او مِتود د تولید سوو الکولو نشه خو بیخی تصنعی او حتی خطرناکه ده.
    هیله ده د بلخ د مړه سوی ځوانانو الکولی مرګ د نورو شوقی ځوانانو لپاره یو درس او عبرت سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب