یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د انسان مازغه درې برابره شوي

د انسان مازغه درې برابره شوي

ډاکتر محمدعیسي ستانکزی
د ميليونونو کلونو په اوږدو کې د انسان مازغه درې برابره غټ شوي. د يوې مالټې له اندازې تر ننۍ اندازې د مازغو بدليدل د ډاروين د ايوَلويشن د تيورۍ په اساس له چاپيريال سره د غږ ملتيا نتيجه ده. دغه بدلون نه يوازې د مازغو په اندازه کې راغلى بلکه جوړښت ېې هم وده کړې او يو خارق العاده او پيچلى سيستم ترې جوړ شوى.
په ټوله کې مازغه په دريو لويو برخو ويشل شوي چې هرې برخې ېې د زرګونو او لکونو کلونو په اوږدو وده کړې. البته ټول مازغه د کابو پنځه سوه ميليون کلونو د بدلون او ودې محصول دى. د همدغه پيچلي او پرمختللي سيستم په مټ انسان په ټوله نړۍ واک چلوي. دغه پاچاهي د مازغو د برنۍ برخې کورټيکس په تيره بيا د پرې فرانټال کورټيکس د تکامل له برکته روانه ده. د مازغو ښکتنۍ برخه ريپتيل مازغه بلل کيږې. ريپيتيل له دو برخو جوړ دى. د مازغو قاعده او وړوکي مازغه يا سربلوم دي. د مازغو قاعده د بدن د اساسي غړيو لکه زړه او ساه اخيستلو کنټرول په غاړه لري. دغه برخه کله هم استراحت نه لري.. سربلوم يا کوچني مازغه د بدن د توا زن او انډول دنده لري.
د مازغو منځوى برخه هم په ټولو تي لرونکو حيواناتو کې کابو يو شان ده. دغې برخې ته ليمبيسک سيسټم هم وايي. د ليمبيسک مهمه برخه اميګدلا نوميږي چې د ويرې او د ويرې په مقابل کې د غبرګون دنده لري. په ټول کې ليمبيسک سيستم په ټولو تي لرونکو حيواناتو کې يوشان دندې لرې. دغه دندې په انګريزي کې په پنځو F کې خلاصه کيږي.(. fighting, feeding faking and flying ). مبارزه، خواړه، تيښته او سکس د هر حيوان د بقا راز دى دا هغه افعال دي چې په ټولو تي لرونکو حيواناتو کې يو شان فعاليت کوي.
د انسان د مازغو مهمه برخه چې هغه له نورو حيواناتو بيلوي کورتکس دى. په تيره “پرې فرانتال کورتکس” چې د تندي شاته پرته ده مونږ له نورو حيواناتو بيلوي. دا د عواطفو، احساساتو، پوهې، کمونيکشن او ددرک وړتيا انسان ته ورکوي. دا خبره اوس لکه لمر روښانه ده چې دغه برخه د عمر په اوږدو کې وده کوي او پوخوالي ته رسيږي. په اتلس کلنۍ يا شل کلنۍ کې بشپړېږي. د دې برخې په سمه وده کې چاپېريال، خواړه، عمومي روغتيا، جنتيک او ډيرې نورې مسلې رول لوبوي. هغه کسان چې په سم چاپېريال کې وده وکړي تعليم، پالنې او روزنې ته ېې پام وشي دغه برخه ېې ښه وده کوي او له نورو حيواناتو سره ېې واټن زياتيږي. نو سالمه روزنه، تعليم په تيره بيا د نجونو او ميندو تعليم له حيواناتو سره زمونږ واټن زياتوي او د پوره انسانيت په لور مو بيايي. خو که تجربې ترلاسه نه کړو او پالل او روزل مو ستونزه ولري نو زمونږ او د نورو حيواناتو هيڅ توپير نه کيږي.
هيله ده دا د ټولو لپاره د درک وړ وي. خصوصا طالبان وروڼه بايد ورته پام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب