یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ولې ښځې ډیر خوب ته اړتیا لري؟

ولې ښځې ډیر خوب ته اړتیا لري؟

ژباړه: غرڅنۍ ساهو

څړونکو په خپله نوی څړنه کې چې د انګلستان په پوهنتون کې کړی وایي: هرڅومره چې انسان په ورځني چارو کې له مغزو ډیر کار واخلي هغومره ډیر خوب او استراحت ته اړتیا لري.

د دې څیړنې پایلې ښي چې د ښځو ماغزه د نرانو په پرتله پېچلي کارونه کوي. او ښځې ګن کارونه چې څو اړخیزې بڼې هم لري سر ته رسوي او Multitask دي. Multitask هغو کسانو ته ویل کېږي چې بیلابیل کارونه په یوه وخت کې ترتیبوي او سر ته یې رسوي.

د دې مقالې لیکوال پروفیسور جیم هورن وایي: (( د ښځو ماغزه نظر په سړیو پېچلي دي، نو ځکه ډیر خوب ته اړتیا لري،))

لویان په منځنۍ کچه د خپلو سټرباو لرې کولو لپاره له شپږو تر اتو ساعتو خوب ته اړتیا لري. ښځې یوازې شل دقیقې ډیر نظر په سړیو خوب ته اړمنې دي،

همدا راز د دې څیړنې پایلې ښي؛ چې د بې خوبۍ منفي اغیزې په ښځو کې د نرانو په پرتله ډیرې دي. او دغه منفي اغیزې ډیرې ستونزې ښځو ته پیښوي لکه: د زړه حملې، شکر، ژور خپګان، استرس، اضطراب او داسې نور ….
څومره چې شپه تېریږي هغومره ښځه په خوب کې د سړیو په پرتله بیداره کېږي او په ډیره آسانۍ سره له خوبه ویښه کېږي.

ښځې په خوب کې د غږونو سره هم ډیرې اساسې دي او په مازې کړب هو ویښېږي البته استثنا په کې شته.
نو د شلو دقیقو ډیر خوب سره د ښځو تازګۍ او بیا غوړیدل ډیرېږي او خپل کارونه په ښه کیفیت سره سر ته رسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب