پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهروسیې د افغانستان شمال ته د ۴۰۰داعشيانو د لېږدول کیدو ادعا وکړه

روسیې د افغانستان شمال ته د ۴۰۰داعشيانو د لېږدول کیدو ادعا وکړه

تاند:( شنبه،د سنبلې شپږ ويشتمه) د روسیې یوه لوړپوړي پوځي مقام ‏آنتونی سیدوروف د افغانستان په شمال کې د ۴۰۰داعشیانو د ځای پر ځای کیدو ادعا کړې ده.

نوموړي بادغیس، جوزجان، کندوز، تخار او بدخشان هغه ولایتونه ياد کړي،چې دغه داعشي جنګیالي ورته لېږدول شوي.

نوموړي دا هم ویلي،چې د داعش ډلې په بریدونو کې شاوخوا دوه نیم سوه کسان په افغانستان کې وژل شوي او تر زرو زیات نور ټپيان شوي دي.

د روسیې دغه مقام په ورته وخت کې د داعش ډلې د زياتو بریدونو اصلي هدف د طالبانو مشران وو.

د روسیې ياد شوي مقام د داعش ډلې د فعالیتونو پر وړاندې د خپل هېواد د ممکنه اقداماتو په اړه څه نه دي ويلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا څه موده وړاندې وويل،چې هېواد يې په کابل کې پر خپل سفارت په شوي برید کې له داعش ډلې سره د ځینو هېوادونو د استخباراتي ادارو همکاري نه شي ردولی.

د طالبانو چارواکو د روسيې د دغه مقام څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. سمرقند کې د شانگهای همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې ویل کیږي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته په ډاگه کړې چې د اسلامي امارت په اړه د اسلام اباد د سیاست څرنگوالی مسکو ته ډیر مهم دی.
    روسیه فکر کوی، امریکا او پاکستان د طالبانو په تضعیفولو سره داعش ډله پیاوړی کوی
    شنونکي وایي، د پاکستان لخوا امریکایي بې پیلوټه الوتکو ته لار ورکول او پر طالبانو او ظواهري عملیات د داعش د لیکو د پیاوړتیا باعث گرځي او دا کار د مسکو تشویش راپاروي.
    د امریکایي شنونکو په وینا روسیه باور لري چې د پاکستان د ISI اداره په کابل کې د روسیې پر سفارت د داعش ډلې له بریده هم خبره وه خو مسکو ته یې اطلاع نه وه ورکړې.
    کابل نیوز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب