لیکنه: محمداکبر نیازی
په ډېر ساده ډول ویلای شو چې تحقیق له پلټنې، لټولو او پوښتنې څخه عبارت دی چې د روښانولو، بشپړولو په موخه حقیقتونو او واقیعتونو ته د محقق لاسرسی دی.
تحقیق له دوو پړاوونو په واقیعت پوهیدل او د یو اثر تالیف څخه عبارت دی.
ریسرچ Research د پلټنې، تجسس، تحقیق او کنجکاوي څخه عبارت دی،
د ټولنیزو او طبیعي علومو په مختلفو برخو کې د تحقیق پړاوونه په لاندې ډول دي.
- د موضوع ټاکنه د پدیدو له زیاتونو او په ټولنیز ژوند کې موجوده فاکټونو رامینځته او ترلاسه کیږي.
- د موجوده حقایقو پر بنسټ د فرضې فورمولبندۍ او ټاکنه.
- د تحقیق د طریقې ټاکنه یا له کل څخه جز یا له جز څخه کل؛
- د حقایقو او موادو راټولونه؛
- د فاکټونو په مقایسې او ارائه کولو سره د مطالبو تفسیر او تحلیل؛
- په هره برخه کې په منطقي، مسلسل او ترتیبي ډول د پایلو وړاندې کول؛
- پایله او وړاندیزونه؛
په تبلیغي برخه کې باید د علمي ارواپوهنې ارزښتناکه رول هیر نکړو څنګه چې ددې څانګې یو شمیر پوهانو لکه: ا.س کوزمیناو پریکین پدې اند دي چې د اجتماعي تحقیقاتو لاسته راوړنې د علمي افکارو او علمي اساساتو په زده کړه کې هراړخیزه مرسته کوي.
په واقعیت کې د انسانانو د پوهې د سطحې لوړوالی هم د هغو اړیکو لاسته راوړنه ده چې کولای شو هغه د تحقیق په وسیله درجه بندي کړو همدا ډول د یادونې وړ ده، په واقعیت کې د پوهې او معرفت د کچې لوړوالی د یو اړیکو یو ډول دی، مونږ کولای شو د موضوع په اړه په بل مورد کې هم تحقیق وکړو.
مثال: د دوو افراد چې د لومړني شخص د پوهې او معرفت کچه ټیټه د یو موزیم د لرغونو اثارو لیدو ته ځي او د ا شخص د لرغونو اثارو په اړه ډېر مالومات نلري نو روښانه ده چې یاد شخص نشي کولای څو ددې اثارو د لرغوني واقعیت په اړه څه ووایي او له یادو اثارو څخه په علمي او ذهني ډول اخیستنه نشي کولای او په اړه يې نه څه ویلای شي او نه هم لیکلی.
برعکس دویم شخص چې د پوهې او معرفت کچه یې لوړه ده، کولای شي ددې ډول اثارو په اړه بشپړ مالومات وړاندې کړي نو بیا د رونالد ابري په خبره، د تحقیق اصلي موخه داده چې د ژورنالیسټي اثارو او تبلیغ د ارزښت او اهدافو ارزونه وکړي.
له همدې سره روسي نامتو لیکوال ګورکي وایي: محقق باید شعوري او د فاکټونو په رامینځته کولو او تشریح کولو او د انسانانو په ژوند باندې د تاثیر مسولیت په غاړه ولري.
د یادونې وړ ده چې په ژورنالیسټي لیکنو کې د فاکټونو منطقي تحلیل ډېر لیدل کیږي خو پدې بهیر کې نسبتآ ستونزمن او ژور کار، د تحلیل له پړاو څخه د تحقیق په لور راتګ دي، څرګنده ده چې دا پړاو له ژورنالیسټ څخه غواړي چې فاکټونو ته عمومیت ورکړي او پایله یې هم مالومه کړي یا په بل عبارت له یوې مبهمې او نامالومې موضوع څخه روښانه پایلې ترلاسه کړي.
باید ووایو چې پورتنۍ ادعا په ټولو تحلیلي ژانرونو کې صدق نکوي.
مثال: په خبرکې له عمومیت څخه ځانګړي کول اساسي شرط دی ځکه د خبر جوهر عمومیت نه بلکې ځانګړیتوب دی، خو په انشا، مقاله، سرلیکنه او تبصره کې عمومیت او د لیکوال موقف اړین په پام کې نیول کیږي، همدا ډول د موضوع ټاکنه، سیاسي او ټولنیزو مقرراتو ته پاملرنه د مؤلف په ځای او مقام پورې تړلي دي.