شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د جهاني مثنوي له چاپه راووت

د جهاني مثنوي له چاپه راووت

په شاوخوا لسو زرو بیتونو او څلورو سوو  پاڼو کې یو سل او اته نوي کیسه ییز نظمونه؛ “د جهاني مثنوي” اثر، چاپ او خپور سو.
د صداقت خپرندويي ټولني لخوا، د هیواد د ‌‌‌‌‌‌ډېرو ولایتونو ترڅنګ، د پېښور او کوټي په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د پښتونخوا کتاب پلورنځيو ته دغه اثر لېږل سوی دی.
په پام کي ده چي ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر یې د امازون له لاري د نړۍ تر بېلابېلو څن‌‌‌‌‌‌ډو د رسولو چاري بشپړي سي.
 په پښتو ژبه کې دغه بې ساری کتاب، د عقلانیت، پند او عبرت په موخه د انساني ټولني د تجربو، خیالاتو او تصوراتو یوه خورا بډایه ټولګه ده. د نړیوالو فوکلوري کیسو د غورچاڼ ترڅنګ یې، یو شمېر پېښي او د ښاغلي عبدالباري جهاني خپلي فکري پنځوني دي؛ چي په مثنوي فورم کي، په روانه، آهنګینه او آسانه بڼه وړاندي سویدي.
د هر کیسه ییز نظم څخه د پند په موخه، پایله رااخیستل سوې او د وخت او چاپیریال سره تړل سوېده.
 زه باوري یم، چې ددغه اثر لوست به د فکري تعمیر او تعمیري فکر په خپرولو کي بارزه ونډه ولري.
تر ډېرو کورونو د رسېدلو په موخه او د افغانانو د ناسم اقتصادي وضعیت په درک، ښاغلي جهاني لارښوونه کړې، چي کتاب پلورونکي دي پر دې اثر ګټه نه کوي او حتی د چاپ د لګښت په نیمايي بیه دي یې وپلوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب