خدای تعالی انسان نړۍ ته سپېڅلی راوستی دی. وروسته په انسان پورې اړه لري، چې خپل ځان پاک، سپېڅلی، له شر او ګناهونو څخه لیرې ساتي او که په ناولتوب، شر او فساد کې ژوند کوي.
له پاکۍ څخه موخه له ګناهونو او له فساد څخه ځان ساتل او تل د لوی خدای ج د اوامرو، چې په نېکو امر دی پیروي کول دي.
که کله هم انسان خپله ژبه، فکر او جسم له ګناهونو لیرې وساته معنا دا چې هغه انسان ځان پاک او د لوی خدای ج په اوامرو برابر کړی دی.که د انسان خبرې، ذهن، خیال او کړنې پاکې وي، هغه انسان ته د لوی خدای په اوامرو برابر انسان ويلای شو.
همدغه څیزونه دي، چې له امله يې په ټولنه کې د انسان ځای او شخصیت ټاکل کېږي. که د انسان خبرې، خیالونه، او کړنې سره توپير ولري، هغه انسان په ټولنه کې د ناوړه شخص په توګه پېژندل کېږي او خلک ورته د غوره شخصيت په سترګه نه ګوري.
يو څه چې ډېر اړین دي هغه هم د زړه پاکي ده. که انسان خپل زړه روښانه او پاک وساتي، معنا داچې هغه د خپل نفس په مقابل کی جهاد او مبارزې کړې ده او په خپل زړه کې يې د شیطان کور ړنګ کړی دی.
شیطان په تياره او چټلو زړونو کې اوسېږي او په هغو زړونو کې يې کور وي، چې هغه له شيطاني او نفساني خواهشاتو ډک وي. لکه څرنګه چې انسان د مېوو او ځينو بوټو په واسطه روغتيا حاصلوي، په همدې شکل د انسان روغ روح، پاک خيالات او رڼا زړه هم غذا ته اړتيا لري. هغه غذا له فساد، شر او له ګناهونو څخه د زړه، روح او خیالاتو پاک ساتل دي.