پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+سیاست!| دولت وزیري

سیاست!| دولت وزیري

لوی خدای «ج» دنیا داسې جوړه کړې ده، چې هېڅ شی، هېڅ کار او عمل بې له کومې موخې نه دي را منځ ته شوي. که د انسانانو پوهې ښه وده کړې وي کولای شي چې خپلې موخې په ښه توګه تر لاسه کړي، که نه نو د هغې کښتۍ په څېر به تل سرګردانه وي چې بې له قطب نما د بحر منځ ته ور ګډه شوې وي.

 سیاست هم همداسې در واخله، ځکه چې ژوندي ملتونه د دې لپاره سیاست کوي، چې له لارې يې خپلې ملي ګټې خوندي وساتي او خپلو موخو ته ځان ورسوي. تل په سیاست کې لږ څه ورکوي، خو زیات څه تر لاسه کوي. د سیاست معنا هم همدا ده، چې د مختلفو لارو خپلو موخو ته ځان ورسوي.

د سیاست بله معنا د خپل ملت او خپل هېواد ژوندي ساتل دي. د همدې لپاره وايي، چې په سیاست کې دوست او دښمن ثابت او د تل لپاره نه وي. که يې ګټه وه درباندې مئین به وي او که يې ګټه نه وه، د وربشو په تول دې هم نه اخلي. سیاست چل ول ته هم وايي، په سیاست کې هغه څوک ډېر بریالی وي چې ډېر چالاکه او د هر ډول لوبې د کولو توان ولري.

 سیاست علم هم دی، ځکه هغه چا چې د سیاست کتاب لوستی وي او په سیاست کې ډېر لوبېدلی وي، ښه سیاست کولای شي، ځکه وايي چې د سیاست کتاب له اخره پیلېږي. معنا دا ده هغه څوک چې سیاست کوي، اړینه ده چې د سیاست له کتاب څخه د عمل لپاره ګټه پورته کړي، نه د زده کولو لپاره.

سیاست ښوونځی هم دی، ځکه سیاست د پوهې او د ډېرو زیاتو تجربو مجموعه ده او د سیاسي پوهې او تجربو د زده کولو ځای یوازې ښوونځی کېدلای شي. سیاست بېکاره کړنو ته هم وايي، ځکه ځینې وختونه یو سیاست مدار داسې کړنو ته اړ کوي، چې د اسلامیت او انسانیت له پلوه د کولو نه وي. په هر صورت که نادان له هره پلوه ولیکل شي بیا هم له نادان څخه بل څه نه شي کېدلای او که ډنډ هم له هره پلوه ولیکل شي بیا هم بې له ډنډ څخه بل څه ترینه، نه جوړېږي.

سیاست هم د هغو لپاره چې په سیاست يې سر نه خلاصېږي، د سیاست له کتاب څخه بې خبره وي، د سیاست د ښوونځي يې هم مخ نه وي لیدلی، پر سیاسي چالاکیو باور ونه لري، په سیاست کې لوبېدلی نه وي، سیاسي پوهه ونه لري او له تجربو يې هم بې خبره وي. په دې يې سر خلاص نه وي چې سیاست د څه لپاره کوي او خپلې ملي ګټې ورته اهمیت ونه لري، تل به په سیاست کې ناکام او ملي ګټې به له لاسه ورکوي. د نادان په څېر به له هرې ډډې پرېوتی او د سریښو په ډنډ کې به پښې او لاسونه وهي.

که ډېر لیرې لاړ نه شو، زموږ په ګاونډ کې «پا ک س تان » يې غوره بېلګه کېدای شي. « پا کس تان » اسامه، الظواهري او په ډېر شمېر عربان او افغانان يې د خپلو ملي ګټو له سره قربان کړل. افرین په دې لوی شیطان شه، ځکه د خپل ملت او خپلو خلکو د چوپړ لپاره هرې نادودې ته تن ورکوي.

روسیه د خپلو ملي ګټو په خاطر د اوکراینیانو ‌د وژلو په کیسه کې هم نه دی، حال دا چې خپل روسان يې دي.

امریکایانو هم د خپلو ملي ګټو په خاطر او منځنۍ اسیا ته د راتګ لپاره خپل ډېر قیمتي او تاریخي برجونه ونړول او له دې لارې لويې لوبې ته ور داخل شول.

سمه ده چې امریکایانو په افغانستان کې ډېر څه له لاسه ور کړل، خو هغه څه چې دوی غوښتل په ښه توګه يې تر لاسه هم کړل. د دې سیمې په هېوادونو کې يې دومره استخباراتي هستې ایجاد او جوړې کړې دي، چې له منځه وړل يې حتی امکان نه لري.

له بده مرغه او بیا له بده مرغه موږ افغانانو تل کلاسیک او لیکل شوی سیاست کړی دی. سیاست مو له افغانیت او زموږ له دودونو سره یو ځای کړی دی. په سیاست کې مېلمه پالنه او پر قول وفا هغه وخت د اهمیت وړ وي چې ملي ګټې دې په کې خوندي وي، که نه نو سیاست مېلمه او دود په ډبرو ولي او هېڅ ورته اهمیت نه لري.

په سیاست کې هغه خبره چې « مردها را یک ګپ لست» او یا « حال تمام قوم ته صدا کو» ځای نه لري.

په سیاست کې تر هغې پورې خبرې روانې وي، چې تر څو يې ملي ګټې تامین شي او په سیاست کې د هر څه ورکول جايز نه دي. یو به ورکوي او یو به اخلي.

پایله دا چې: «ترکاڼي د بیزو کار نه دی.» سیاست زده کول، په سیاست پوهېدل او په سیاست کې لوبېدل په کار دي او د هغه چا لپاره سیاست کول په کار دي چې د سیاست په لاره تېر شوي وي او کافي سیاسي تجربې ولري.

سیاست ته د دې لپاره داخلېدل په کار دي چې تر څو افغانستان له دغو بدمرغیو وژغورل شي او له استخباراتي منګولو يې را بیرون شي. له دې لارې په سیمه او نړۍ کې د سیالانو سره سیال شي.

1 COMMENT

  1. وایی: کنز خو به هرڅه وایی که ملا شاګل یې ومني .
    اوس وار د ملا د ه چې د پنجاب مني که د افغانانو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب