چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې سبا عمومي رخصتي ده

په افغانستان کې سبا عمومي رخصتي ده

تاند( سې شنبه، د سنبلې اتمه) ‏په افغانستان کې د طالبانو حاکمه اداره وايي ،چې سبا په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، د دې رخصتۍ دلیل د طالبانو د بریا د لومړۍ کالیزې پوره کیدل دي.

د طالبانو په خبره، د وږي په نهمه د طالبانو په سرپرستۍ د ‎امریکا وروستی سرتېری له هېواده وېستل شوی او بشپړه ‎ازادي ترلاسه شوې ده.

يو شمير خلکو بیا د هېواد اقتصادي او بشري ناورين ته په اشارې ویلي،چې طالبان کوم بریالیتوب او لاسته راوړنه نمانځي.

دوی له افغانستان سره د بشري ناورين د مهارولو لپاره د امريکا او نورو هېوادونو له لوري برابريدونکو اونيزو ۴۰ميليون ډالري مرستو ته په اشارې ویلي،چې له داسې حاکمې ډلې سره د خپلې بریا په نوم د ورځو نومول او رخصتول مناسب نه دي.

2 COMMENTS

  1. طالبګله،
    دا خو ښه خبره نه ده چې توتآن د زاوې خورې او صفت د فتېوات کوې.
    الانسان تابع الاحسان
    دا خپلواکي خوند نه کوي چې نړۍ دې په رسميت نه پېژني او د نورو پر اوږو لا بار يې.
    هغه ازادي خوند کوي چې سړی پخپله پرېکړه کې خپلواک او له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو باندې ولاړ وي.
    تاسې چې هره مياشت له امريکا څخه څلوېښت ميليونه ډالره اخلئ، نو هغه وخت مو بيا هېڅ په ياد نه وي که څنګه؟
    هېواد مو ګاونډي اشغال کړی او ته يې خپلواکي نمانځې. د څه شي خپلواکي نمانځې؟
    خپلواکي دې دغه ده چې د شل کوربه هېواد له لاسه د نجونو ښوونځي خلاصولی نه شې، نو تا ته څه شی پاتې دی؟

  2. یاره طالبګوټیه دې ته بریا مه وایه. مونږ به هله دا منلی وی چې تاسو په زور نیولی وی. تاسو ته خو امریکا په سازش دا هیواد ډالۍ در کړ کنه نو که دومره د تورزن بچي وئ دا شل کاله چې د پنجاب تور پوځ هم درس مستقیم اوږه په اوږه جنګیده یو لویشت مخکې نه سوئ تللی. لږ شرم وکړئ یو څه افغاني جذبه درکې شته کنه؟ که د پنجاب دالو ستاسو نه هم پنجابیان جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب