سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهپه ایران کې شل افغانې ښځې بندیانې دي

په ایران کې شل افغانې ښځې بندیانې دي

خبریال: داود جبارخیل

د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت اعلان کړی چې د افغانستان شل تنه ښځې هم د دغه هېواد په زندانونو کې د بهرنیو اتباعو په منځ کې بندیانې دي.

 د ایران د راډیو تلویزیون د راپور له مخې، په ایران کې ګڼ شمېر بهرني اتباع د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي.

د ایران د زندانونو د ادارې مشر غلام علي محمدي د دغه هېواد رسنیو ته ویلي چې په دغه هېواد کې ۹۵ سلنه بهرني بندیان د افغانستان، عراق او پاکستان اتباع دي او په دغو بندیانو کې ۲۰ افغان ښځې هم شاملې دي.

د ایران د زندانونو د ادارې مشر ویلي چې دا بندیانې د نشه يي توکو د قاچاق، غلا، په غیرقانوني ډول ایران د تګ او نورو جرمونو په تور نیول شوې دي.

د ایران د راډیو تلویزیون په راپور کې وړاندې ویل شوي، په زندانونو کې د دغو هېوادونو د اتباعو بندیان په جلا توګه ساتل کېږي، خو د افغانستان له ښځینه بندیانو سره د ایران د دوو ګاونډیو هېوادونو دوې بندیانې یوځای شاتل کېږي.

په راپور کې په ایران کې د افغان بندیانو دقیق شمېر نه دي وړاندې شوي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د معلوماتو له مخې د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۱ کال د اسد په ۵مه د تهران په البرز زندان کې د یوې افغانې ښځې د اعدام حکم صادر شو.

1 COMMENT

  1. دروند محترم مومند صاحب ته هم په تاند کښی ددی لاندی مختصرو جملو لپاره د ایران فجایع د افغان میرمنو زندانی کیدل مناسب ځای دی !!!!
    ​دروند محترم مومند صاحب ته د زړه له کومی سلامونه ، کور د اباد د تاسو محترم ګټورو یادو څخه ، تاسی محترم لکه ونه مستقیم په خپل مکان یاستۍ او ځینی متعصب ، خود پسنده مرتجع او فریبکاره اشخاص هڅه کوی چی تاسی پلانیز په افراطی پښتونیزم باندی مشهور کړی اما دوی پدی خیانت نشی بریالی کیدۍ او تاسی د مستقیمی ونی په شان د افغان ملت ملاتړ په خاصه انرژی سره تعقیبوۍ لکه چی زه معلومات لرم تاسی هزاره ، اوذبک ، پشائی ، پښتون ، دری ژبۍ، نورستانی او نور د یو واحد ملت په سترګه ګورۍ اما باید په وضاحت سره وویل شی چی د پښتنو سره مسلسل ظلم شویدی د ا مو موضوع ما روم کښی د مرحوم محمد ظاهرشاه سره هم مطرح کړ او هغه واضحآ اعتراف وکړ چی تاسی د محصلی وخت کښی د مسلسل تحریری تنقیدونه پر ما او د ما دولت باندی شروع کړی وو او ما ددی تنقیدونو له کبله د ستا خپل جنت خان غروال ویانا ته درولیږه چی ځان اصلاح کړی او باالاخیره ما د ستا بورس قطع کیدو کښی هم مداخله وکړه اما اوس راته معلومه شوه چی د ستا انتقادونه کاملآ پر ځای وو لدی کبله مو کوشش کاوه چی د تاسی سره تماس ونیول شی او دی حیصه کښی توریالی جان اعتمادی راسره کومکی شو او تاسی سره سربیره د مونږ له خوا بی عدالتی بیا هم د ملت په خاطر ماته راغلی . محترم دروند مومند صاحب دا یاده می ځکه درته وکړه چی د افغان ملت خائینین ملسل لګیا دی چی د باغروره افغان ملت وحدت صورت ونه نیسی که د افغان غیرتی صادقانه وحدت مینځ ته راغلو نو بیا د فریبکاریو ، فتنو او د اجنبیو غلامیو دروازی تړل کیږی اودا کسان لکه د محمد ظاهرشاه وخت کښی د رنګارنګو مفادونو خاوندان شول نو ددوی جعلی تاریخچو لاری هم بندیږی او افغان ملت ته به ددی له لاری هم توان نشی رسولۍ ، ډیری خبری موجودی دی دا مختصر ه یاده ددی لپاره دی چی همداسی محکم د ستمیانو ، شعلیانو ، نور ډوله کمونیستانو او فریبکار تربیه شوو ساختګیو ، ملایانو ، مولایانو ، قاریانو ، شیخانو او طالبانو مقابل کښی مقاومت رامینځ ته شی او پدی وسیله به یو واحد ملت تر لاسه شی او همدارنګه به د اجنبیو مداخلیکاملآ قطع شی او افغان ملت به د یو موټی په شان د راتلوونکی پرمخ تګ پلانونه عملی کړۍ شی ، افغانستان په طبعی خامو موادو ډیر بډای دی او ددی استخراج او استعمال لپاره باید راتلوونکی نسل ته د تهداب سالمه تیږه کیښودای شی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب