جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهامریکا: ط-انو افغان اقتصاد نابود کړی، کنګل شوې شتمنۍ نه ورکوو

امریکا: ط-انو افغان اقتصاد نابود کړی، کنګل شوې شتمنۍ نه ورکوو

تاند( سې شنبه، د سنبلې اتمه) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې شپې ځانګړې غونډه،چې د روسیې په غوښتنه جوړه شوې وه،د امریکا، روسیې او چین د استازو ترمنځ پکې د طالبانو په اړه ناندرۍ شوي دي.

په دې غونډه کې د روسیې او چین استازو د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د ازادولو او د طالبانو د مشرانو پر بهرنيو سفرونو د نړيوالو بندیزونو د ایسته کیدو غوښتنه شوې.

روسیې او چین پر امریکا تور پورې کړی،چې په دې برخه کې له سختو اقداماتو سره غواړي په افغانستان کې د دوی په وينا د خپلې ماتې پړه پر طالبانو واچوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې مېرمن لیندا توماس گرینفیلد بيا طالبان د افغانستان د اقتصاد په نابودولو او د القاعدې شبکې مشر ته په پناه ورکولو تورن کړي.

 نوموړې په ضمني ډول د طالبانو په ملاتړ موقف نيونکي هېوادونه د ترهګرۍ د له منځه وړلو هڅو سره په نه همکارۍ تورن کړي.

د امريکايي استازې په وينا، هیڅ هغه هېواد به د طالبانو لاسته د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د ورتلو ملاتړ ونه کړي،چې د ترهګرۍ د نابودۍ غوښتنه کوي.

امریکايي استازې زياته کړې،چې طالبانو افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدل کړی او چين او روسيې هم هغه ډول چې په کار ده د افغان بشري ناورين د کنټرول لپاره مرسته نه ده کړې.

دغې دیپلوماتې ويلي،چې روسیې له تېر کال راهيسې د افغان بشري ناورين د مهارولو لپاره ټولې شاوخوا ۲ميليونه ډالره مرسته کړي.

 د ملګرو ملتونو سازمان بيا د نړۍ له هېوادونو غوښتي،چې د طالبانو د کړنو سزا دې افغانانو ته نه ورکوي او په دې هېواد کې ځنډولې پراختيايي مرستې دې له سره پیل کړي.

 د دغه سازمان په اعلامیه راغلي،چې پر افغانستان د طالبانو حاکمه اداره د پانګونې او خدماتو پيسې نه لري، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د فقر لمنه ورځ تر بلې د پراختيا په حال کې ده.

2 COMMENTS

  1. د تالبانو په لاس د افغانستان کنګل شوی شتمنۍ ور کول به هم لکه د افغانستان د نورو شتمنیو په څیر لکه د افغانستان فوځی وسایل، قیمتی ډبری او داسی نور معدنی مواد او د بیت المال مالونه د پاکستان په مارکیټونو کی لیلام شی.

    همدغه راز د ملت دا شتمنی به د تالبی ملایانو د هوسونو د پوره کولو لپاره چی دری او څلور ودونه پری وکړی او ځانونه په خیټو او خوټو ماړه کړی لپاره وکاروی.
    د افغانستان بی وزله ولس ته يی هیڅ ګټه نه رسیږی ځکه چی ومو لیدل د زلزی او سیلاب ځپلو افغانانو لپاره نړیوالی مرستی هم د تالبی ملایانو او قوماندانانو جیبونو ته ولولیدی.

    تر ټولو لوی زیان به يی افغان تجارانو او ولس ته ورسی او د افغانۍ ارزښت به په ځمکه راولویږی چی زیان به يی ټول ملت ته ورسی.

    د امریکا دا پریکړه د افغان ولس سره هیڅکله د خواخوږۍ په بنیاد نده ځکه چی همدا امریکا وه چی تالبی وحشت او تور جهالت يی د افغان ولس په سر سپاره کړل او تر ارګ يی راورسول. خو امریکا غواړی چی تالبان همیشه تر خپل فشار لاندی وساتی ترڅو د خپلو ګټو د خوندی کولو لپاره تری د خپلی ملیشی په حیث همیشه کار واخلی.

  2. دادی زمونږ هوښیار کاکولته یې پښتون افغان چې له مذهبي لیونیانو څخه دی نور هم جاهل دی ! دامریکې تر اشغال لاندې حکومت د غلو او داړمارانو یوه مجموعه وه غلا یې وکړه وتښتیدل ! په امریکایانو ګناه اچول جهالت دی خو امریکا په لوټ کې ورسره شریکه وه او د غلو لپاره یې لاره برابره کړې وه !
    دلیونی مذهبیانو کارونه ډیر شرف لري نظر تیرو غلو ته ! ګوره چې افغانۍ په بازارونو کې پورته ځی او دې لیونیانو په لسګونه پروژی شروع کړې دي چې ابدي تاریخي پروژه یې د شور تپي کانال دي چې په زرګونو جریبه مځکه به تر اوبو لاندې شي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب