دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+کارپوه سیسټمونه

کارپوه سیسټمونه

کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه

لیکوال: هیري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

اوه ویشتمه برخه

کارپوه سیسټمونه

کارپوه سیسټم هغه کمپیوټري سافټویر دی چې د استنتاج او د مسایلو د حل لپاره له کوډ شوي علم او اصولو څخه استفاده کوي. استدلال (د میخانیکي محاسبې بالعکس) د ځیرک چلند یوه بڼه ده او د کارپوه سیسټمونو څانګه چې پوهنښودنه یا د پوهې انجینري يې هم بولي، د مصنوعي ځیرکتیا یوه برخه ده.

تاریخ او استعمالونه يې

د ۱۹۵۰ کلونو تر پایه پورې په مصنوعي ځیرکتیا کې ابتدايي څېړنو انګېزه بښونکي نتایج ورکړل او په بشري استدلال پورې مربوط لوی شمېر کارونه د کمپیوټر د قابلیتونو دایرې ته داخل شوو. د شطرنج لومړنيو پروګرامونو، چې د کارپوه له سطحې خو ډېر لرې وو، د ودې په حال کې وو او نورو کمپیوټري پروګرامونو هم د هندسې قضیې په ثبوت رسولی شوی. د مصنوعي ځیرکتیا تر ټولو مهم بنسټګر جان میکارتي وویل چې له اصولي پلوه ټوله انساني پوهه په داسې ډول کوډ کېدلی شي چې پروګرامونه به پرې «پوهېدلی» شي او د نوو نتایجو لپاره به پر دې پوهه استدلال کولی شي. 

مصنوعي ځیرکتیا ته د رسېدو په خاطر په تدریجي ډول دوه مختلف میتودونه رامنځته شول. د ۱۹۶۰ کلونو په لومړنیو کلونو کې، ډېری محققینو هڅه وکړه چې د اتومات استدلال پروسه عمومي کړي، تر څو یو پروګرام مختلف ډوله مسایل، تر ډېره بریده، د انسان په څېر تحلیل او حل کړي. په پایله کې چې کوم پروګرامونه جوړ شول، رښتیا هم فلکسیبل وو، خو له ساده مسایلو پرته پر بل څه کار کول ورته ستونزمن وو. (مثلاً SHRDLU پروګرام، د بلاکونو په یوه نامحسوسه دنیا کې یو جدول حلولی شوی.)

په یوه بل میتود کې هڅه وشوه چې د علم د یوه ډېر محدود چوکاټ لپاره مشخص اصول جوړ شي. ډنډرال پروګرام چې د ۱۹۶۰ کلونو په منځنیو وختونو کې اډوارډ فایګنبام او ملګرو يې جوړ کړ، د دې لپاره ډیزاین شوی وو چې د کیمیاپوهانو د نظریو مطابق لوی شمېر عضوي مالیکونه تحلیل کړي. او بلاخره دا واضح شوه چې د دې پروګرام د بریالیتوب راز د یوه کارپوه د علم په کوډ کولو او «قید کولو» کې نغښتی، نه د استدلال لپاره د هراړخیزو میتودونو په جوړولو کې. د ۱۹۷۰ کلونو په اوږدو کې د یاد تخصصي علم د کوډ او له هغه سره د کار کولو میتودونه صیقل شوو او په ډول، ډول کارپوه سیسټمونو کې د استفادې لپاره لا ډېر پرمختګ ورکول شو. 

په ۱۹۸۰ کلونو کې، د کارپوه سیسټمونو ټکنالوژي دومره حد ته ورسېده چې نور له لابراتوار سره مخه ښه وکړي او په صنعت کې رول ولوبوي. د کارپوه سیسټمونو له دوو ابتدايي استعمالونو څخه یو په DEC یا Digitagl Equipment Corporation شرکت کې XCON کارپوه سیسټم وو، چې په دومره لوړ سرعت او دقت یې له پرزو څخه میني کمپیوټرونه سازول، چې له انساني انجینرانو څخه خورا ډېر پورته وو. دوهم Dipmeter Advisor وو، چې د کان کیندنې پر مهال د تیږو د طبقو د ژورتیا پیش بیني یې کوله. (دغه معلومات د نفتو یا ګازو د معلومولو لپاره اساسي اهمیت درلوده.)

نن ورځ، کارپوه سیسټمونه یوه پخه ټکنالوژي ده ( او له عملي اړخه د مصنوعي ځیرکتیا د استعمال تر ټولو محسوسه کامیابي ده.) کارپوه سیسټمونه مختلف استعمالونه لري، مثلاً د انجن مشکلات پیدا کول، د نادرو مرضونو تشخیص او د سرمایه ګذارۍ انالیز. 

د کارپوه سیسټم اناټومي

کارپوه سیسټم دوه اصلي برخې لري، یو پوهنبنسټ (knowledge base) او بل استنباطي انجن (inference engine). نالج بیس یوه ډله فرضیې (فکټونه) یا اصول لري چې د «که … نو» عبارتونو په بڼه لیکلي وي او یو شمېر شرطونه وضع کوي، چې که صدق وکړي، نو یو مشخص استنباط (استنتاج) صورت نیسي. بل خوا، استنباطي انجن بیا نوې فرضیې یا سوالونه مني او له زېرمه شویو اصولو سره یې ګوري. دا چې د یوه اصل پوره کول ممکن یو داسې شرط منځته راوړي چې ورپسې اصل يې باید امتحان کړي، نو په دې ډول د منطقي استدلال ګڼ زنځیرونه جوړېږي. که استدلال له لومړنیو حقایقو نه د نهايي نتیجې په لور وي، دې ته پرمخ زنځیر بندي ویل کېږي. خو که نتیجه ورکول شوې وي  او موخه دا وي چې هغه نتیجه په ثبوت ورسول شي، نو دلته ممکن بیا پرشا زنځیر بندي کارېدلې وي چې له نتیجې نه د فرضیو په لور ځي (په ریاضیکي ثبوتونو کې د قضیو مشابه). 

په واقعي نړۍ کې چې یو شمېر قوانین د کاڼې کرښې په څېر حالت لري (مثلاً که یو تړلی شکل درې خواوې ولري، نو مثلث دی)، نو ضرور ده چې له احتمالي میتود نه کار واخیستل شي. مثلاً ممکن تجربه راته ووايي چې که یو مشتري د ګرامر کتاب اخلي، نو ۴۰ سلنه د دې امکان شته چې نوموړی مشتري به په کتاب پورې مربوطه پیته هم اخلي. نو، دلته کولی چې اصولو ته وزن یا د اعتبار فکتورونه ورکړو او څومره چې اصول زنځیر بندي کېږي، هماغومره د استنتاج لپاره یو عمومي احتمال هم جوړولی شو او دغه راز د یوې نتیجې د ښودلو په خاطر جزوي احتمال هم تعریفولی شو.

نسبتاً د «اصل محوره» استنباطي سیسټمونو تجزیه به اسانه وي، خو ممکن دغه ډول سیسټمونه به د مغلقو چارو (مثلاً د نوو کیسو اتومات تحلیل) لپاره د اړتیا وړ علم د کوډ کولو وړتیا ونه لري. په دې برخه کې یوه بدیله تګلاره دا ده چې یو داسې پوهنبنسټ یا نالج بیس جوړ شي چې فریمونه ولري. فریم چې سکیما یې هم بولي، د یوه واحد د مشخصاتو او اړیکو کوډ شوی وضاحت دی. مثلاً د عدلي قضیو د تحلیل لپاره ډیزاین شوی کارپوه سیسټم، ممکن داسې فریمونه ولري چې د مدافع، د دفاعي شورا، قاضي او داسې نورو رول او اهداف وښيي او نور فریمونه بیا د محاکمې او سزا پروسه تشریح کړي. د دې علم په استفاده، سیسټم ممکن دا وړاندوینه وکړي چې په اوسني حالت کې به د یوه مجرم په تړاو څه ډول قضاوت کېږي. «فریم محوره» سیسټم به ممکن تر «اصل محوره» سیسټم نه ډېر چټک او پرمختللی وي، خو «فریم محوره» سیسټم له دوو ننګونو سره مخ دی، لومړی د مغلق او عمومي نالج بیس جوړول او نګهداري او دوهمه ننګونه عمومي مصنوعي ځیرکتیا ته د ډېر مشابه استدلال لپاره د میتودونو سازول. 

د کارپوه سیسټمونو راتلونکی

کارپوه سیسټمونه (په تېره اصل محوره ډول يې) اوسمهال په تجارت، صنعت او ساینس کې معلوم ځای لري. جینوم پوهنه او جنتیک انجینري، چې د «۲۱مې پېړۍ ټکنالوژي» ګڼل کېږي، ممکن د تحلیلي کارپوه سیسټمونو لپاره د استعمال له مثمرو ساحو څخه وي. د کارپوه سیسټمونو د استعمال لپاره بله ساحه د انلاین تجارت لپاره د بازاریابي تحلیل دی. د کارپوه سیسټم په برخه کې اوسمهال تازه ټینګار د ابجکټي (object-oriented) مفاهیمو، توزیعي ډیټابیس او د علم خپروونکې ټکنالوژۍ پر استعمال کېږي، تر څو ستر پوهنبنسټونه په لا مؤثر ډول جوړ او نګهداري شي.

اضافي لوستونه

 “Expert Systems.” American Association for Artificial Intelligence. Available online. URL: http://www.aaai.org/AITopics/html/expert.html. Accessed July 31, 2007.

Giarrartano, Joseph C., and Gary D. Riley. Expert Systems: Principles and Programming. 4th ed. Boston: Thomson Course Technology, 2004.

“Introduction to Expert Systems.” Available online. URL: http:// www.expertise2go.com/webesie/tutorials /ESIntro/. Accessed July 31, 2007.

Jackson, Peter. Introduction to Expert Systems. 3rd ed. Reading,

Mass.: Addison-Wesley, 1998.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب