Homeخبرونهم.م: افغانانو سره مرسته وکړئ،د ط-انو سزا دوی ته مه ورکوئ

م.م: افغانانو سره مرسته وکړئ،د ط-انو سزا دوی ته مه ورکوئ

تاند( سې شنبه، د سنبلې اتمه) د ملګرو ملتونو سازمان يو ځل بيا د نړۍ له هېوادونو غوښتي،چې د طالبانو د کړنو سزا دې افغانانو ته نه ورکوي او په دې هېواد کې ځنډولې پراختيايي مرستې دې له سره پیل کړي.

 د دغه سازمان په تازه څرګندونو کې راغلي،چې پر افغانستان د طالبانو حاکمه اداره د پانګونې او خدماتو پيسې نه لري، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د فقر لمنه ورځ تر بلې د پراختيا په حال کې ده.

دا په داسې حال کې ده،چې د ملګرو ملتونو په يوه ځانګړې غونډه کې پرون د طالبانو په اړه د امریکا، روسیې او چین د استازو ترمنځ ناندرۍ شوي.

روسیې او چین د طالبانو د مشرانو د سفرونو د بندیزونو په اړه د امریکا د مخالفت دوام په افغانستان کې پر خپلې ماتې د دغه هېواد د پردې اچولو هڅه ګڼلې،خو د امریکا استازي ویلي چې د طالبانو له واکمنيدو سره دوی د ترهګرو ډلو خلاف د ژمنو د عملي کولو پر ځای د القاعدې شبکې مشر ته په کابل کې پناه ورکړې وه.

له دې ټولو ناندريو سره، په افغانستان کې د اقتصادي سقوط له امله ورځ تر بلې د فقر د شدت او له دې کبله د خلکو د مرګ د ګواښ د زیاتیدو خبرونه ورکول کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...