Homeخبرونهد بدخشان ښځینه ډاکټرانو د امر بالمعروف د مزاحمت له کبله کاري...

د بدخشان ښځینه ډاکټرانو د امر بالمعروف د مزاحمت له کبله کاري اعتصاب کړی

تاند( سې شنبه، د سنبلې اتمه) راپورونه وايي،چې د بدخشان د دولتي روغتون ښځینه ډاکټرانو او کارکوونکو د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د پرله پسې مزاحمت او قيوداتو له کبله کار بنديز کړی.

دوی ويلي،چې د طالبانو د دغې ادارې کارکوونکي هره ورځ د حجاب او اسلامي شريعت د نه مراعاتولو په نوم دوی ګواښي او په ذهني لحاظ يې نارام حالت سره مخامخ کړي دي.

دوی زیاتوي،چې طالبانو ترې د چادرۍ اغوستو غوښتنه کړې،چې دا ورته د دندې پر مهال ستونزمنه ده او نه ېې شي تر سره کولای.

دا په داسې حال کې ده،چې له تخار څخه د طالبانو د يادې ادارې د کارکوونکو له لوري جومات ته د نه تلو په تور په درو د يو شمېر دوکاندارنو د وهلو خبرونه ورکړل شوي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ویل کیږي،چې په نورو ولايتونو کې هم طالبانو خلک ورته ستونزو سره مخ کړي، خو د رسنيو د سانسور او پر خلکو د حاکمې ویرې له کبله څوک حال نه شي ویلای.

1 COMMENT

  1. هغه بل ځل اسامه د ټالبانو سروخوړ او ژوندي یې د پنجاب بندیوال شول.
    دا ځل به امربالمعروف او دا ښځې دې داسې ځي اوهغه ښځې د داسې ځي ،موضوعات نه یواځې د دوی سرونه وخوري ، خدای مکړه د افغانستان سرنوشت هم برباد نکړي . فاعتبروا یا اولي الابصار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...