تاند(سې شنبه، د سنبلې اتمه) د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حمید الله اخندزاده وايي،چې افغانستان تېر کال د دوی د واکمنۍ تر چتر لاندې څه باندې ۳زره الوتنې شوي او له الوتنو څخه همدومره شکایتونه ثبت شوي دي.
نوموړي پرون په یوه خبري غونډه کې وويل:«تېر کال کې۳۲۴۳ الوتنې شوي،په ټولیز ډول۳۶۹۶۳۱مسافر له هېواد نه بهر او له بهر نه هېواد ته لېږدول شوي او د خدمتونو وړاندې کولو له لارې څه باندې ۴.۵میلیارډه افغانۍ عواید راټول شوي دي.»
هغه زياته کړه،چې له ګاک شرکت سره د ځمکنیو خدمتونو او هوایي چلند امنیت ټینګښت برخه کې د دوه سترو پروژو قرارداد شوی، چې له دې درکه ۵۳۶ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي او ۹۰۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د مسئولینو په وینا، بهرنیو ځواکونو له کابل هوایي ډګر نه د وتلو پر مهال، ۷۰ سلنه، تجهیزات، تاسیسات او تخنیکي وسایل په بشپړ ډول تخریب کړي، چې د تخنیکي پرسونل په هڅو او د متحده عربي اماراتو او قطر هېوادونو د متخصصینو په همکارۍ، سیستمونه، ترمینلونه او تخنیکي وسایل دوباره ترمیم او هوایي ډګر یو ځل بیا داخلي او خارجي الوتنو ته چمتو شوی دی.
د راپور پر بنسټ، د تېر کال پر مهال د هېواد هوایي ډګرونو کې ۱۵۹ عدده مهمات، ۵ شاجورونه، ۶۷۱ کیلوګرامه چرس او هیرویین، ۲۰۰ عدده قېمتي توکي او لرغوني اثار، ۱۵ زره ګرامه طلا، ۹۸۹ زره ډالر، ۲۰ زره یورو، ۴۰ زره کویټي درهم، ۸۶۶ زره د دوبۍ درهم، ۱۶۲ زره د اماراتو درهم او ۴۵۶ زره هندي کلدارې، کشف او ضبط شوي دي.
طالب مسئولین زیاتوي، د لومړي ځل لپاره د ملکي الوتکو چک، د کورنیو انجنیرانو لخوا په ۲۸ ورځو او ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت تر سره شو، په داسې حال کې چې دغه پروسه په تېر وخت کې له هېواده بهر، د ۵ یا ۶ میاشتو په اوږدو کې او د ۱.۳ میلیون ډالرو په لګښت تر سره کېده.
د وزارت د چارواکو په خبره، د کابل، هرات او مزار شریف ډګرونو د هوایي حریم کنترول لپاره، د رادار نصبولو کار پیل شوی دی.
د طالب مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، له ګاونډیو هېوادونو سره د هوایي حریم چارو د تنظیم په موخه، تفاهم لیکونه لاسلیک شوي او په تېر کال کې د افغانستان له فضا نه ۱۵۵۶۴ عبوري الوتنې شوي چې له دې درکه، څه باندې ۹۸۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
د مزار شریف د نړیوال هوایي ډګر بیا فعالول، د هېواد د هوایي حریم د فعال ساتلو لپاره د عملیاتي پلان ترتیب، په ۴ ولایتونو کې د هوا پېژندنې د ۴ ستېشنونو فعالول، په هوایي ډګرونو کې د مسافرو د شاوخوا ۳ زره شکایتونو اورېدل، د ۹۲۷ ترانسپورټي اتحادیو او شرکتونو اود مزار شریف د نړیوال هوایي ډګر بیا فعالول، د هېواد د هوایي حریم د فعال ساتلو لپاره د عملیاتي پلان ترتیب، په ۴ ولایتونو کې د هوا پېژندنې د ۴ ستېشنونو فعالول، په هوایي ډګرونو کې د مسافرو د شاوخوا ۳ زره شکایتونو اورېدل، د ۹۲۷ ترانسپورټي اتحادیو او شرکتونو او ,۲۰ زره نقلیه وسایطو ثبتول، له هېواد څخه بهر د ماسټرۍ برنامې لپاره د ۲۰ تنو معرفي کول، د مسلکي افرادو ګومارل او د ظرفیت جوړولو برنامو په لار اچول د طالبانو د چارواکو په وينا تېر کال د دوی عمده لاسته راوړنې وې.