پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+په زلفو کې راګېر يوه واکمني

په زلفو کې راګېر يوه واکمني

ليکوال: ح حقوېش،
د افغانستان اسلامي امارت څه باندې يو کلنه واکمني لا په پی مخو او زلفو کې ګير ده، او د ژوند ټولې چارې يې ګډې وډې روانې دي، کله چې څوک د زلفو په دام کې ګیر شي رحمان بابا ورته وايي:
هېڅوک مه شه ګرفتار د تورو زلفو
مه اسير شه په کفار د تورو زلفو
چې تمام جهان يې نښتی دی په دام کې
څوک به څه کاندي انکار د تورو زلفو.
دلته زلفې سمبوليکه بڼه لري چې د عشق په مانا کارول شوې دي، خو خبره د طالبانو د امارت ده چې په تېر ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل له هغه را وروسته ددوی ټول حکومت يوازې او يوازې د ښځو پر حجاب يا پر ښځو راګرځي، مطلب ښځې دې بازار ته نه راوځي، د نجونو ښوونځي تړلي دي، ښځه دې پر لڅ مخ خبريالي نه کوي او داسې نور ډير… چې په دې سره نور اړين کارونه ټول ورنه پاتې دې، خلک روزګار ورنه غواړي دوی هیڅ پلان ورته نلري، کاروبار يې له منځه تللی، په ادارو کې ټول د سنګرونو ملګري کښېنولي، د لوړو زده کړو پوهان ټول بهرنيو هېوادونو ته اړ شول، امريکا د پخوا پڅېر اوس هم د افغانستان پر هوايي حريم غلبه لري، پاکستان يې ګرسره پنځمه صوبه شمېري، ادارې سيسټم نلري، نظامي ځواک يې د ګاونډيانو څخه سل په سل کمزوری کړ، د افغانستان په پوله ګاونډيان تېری کوي او نوري سل ناخوالې، دوی ددې هرڅه پر وړاندې خاموشه دي، خو د نجونو د ښوونځيو پر تړل کېدو او د ښځو پر ګرځېدا د امربلمعاروف سره له رئيس الوزرا رانيولې ټول وزيران او رئيسان يو نظر دي.
د ډيوې دود راته زلفې زلفې ښکاري
ددې غمه په کاله کې ډیوې مړې کړم
ښاپېرۍ نغمه
د نجونو د ښوونځيو تړل په دې مطلب نه دي چې طالبان د نجونو د ښوونځيو مخالف دي، نه! خبر بل ښيی ده، طالبان د نجونو د ښوونځيو مخالف نه دي ددوی د ټولو وزيرانو لوڼي په بهرنيو هېوادونو کې ښوونځيو ته ځي، زامن يې زده کړې کوي، د لوړو زده کړو وزير پخپله وويل چې زما اولادونه په پاکستان کې زده کړې کوي زه ترهغو خپل کور کابل ته نشم راويستلی چې ترڅو د هغوی زده کړې بشپړې شوې نه وي. همدا ډول د سهيل شاهين او عباس ستانکزي لوڼي په بهر کې زده کړې کوي. خبر دا ده چې ددې کيسې ترشا د بل چا لاس دی او هغه نه غواړي چې د نجونو ښوونځي د زده کړې پرمخ خلاص شي، چې دې ته څو ورځې مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي اشاره هم وکړه او وې ويل چې د نجونو ښوونځي د پاکستان په خوله تړل شوي دي.
پاکستان ولې دا کار کوي؟ دا بيا بېله خبره ده او د پاکستان د ګټو خبره ده، او پاکستان ټول عمر د افغانستان په غميزو کې خپلې ګټې وړې دي، اوس هم پاکستان غواړي چې طالبان نړۍ ته هغه پخواني د غرو طالبان وښيي، چې طالبان هيڅ بدل شوي نه دي، او دوی هيڅ وخت نړيوالو قوانينو ته غاړه نه ږدي نو تاسې چې د افغانانو سره کوم څه کوئ هغه د پاکستان له لارې ورسره کوئ.
زلفې مې ټنګې لاس کې نیسه
د بد نصیبو روزي تل د لاسه ځينه
پاکستان هغه پخوانۍ مکاري اوس هم له طالب سره کوي، کومه چې يې د طالبانو د تېر حکومت سره کوله، هم به يې مشوره ورکوله هم به يې په مشوره کې چل ورسره کاوه، اوس هم طالب ته وايي چې شل کاله دې جنګ وکړ، په دې نوم دې د جنګ لپاره خلک جذبول چې افغان حکومت د نجونو ښوونځي خلاص کړي دي بې حياي ورښيي په ښوونځيو کې زنا عامه کيږي، ښځې په ښارونو کې لڅې ګرځي، اوس که ته دې هرڅه ته د پخوا پڅېر دوام ورکړې ستا خپل طالبان به دې تر ګرېوان رانيسي، “او دا سل په سل کې ممکن دې چې پاکستان ځينې طالبان ددې پر وړاندې جنګ ته دروي” ددې ترڅنګ پاکستان هم په ټولو وزيرانو او ټولو طالبانو ښه پوره اثر لري چې دوی هيڅ ورڅخه نشي ښورېدلی. ددې مشورې ترڅنګ پاکستان خپلې ګټې هم ورڅخه اخلي او نړيوالو ته وايي چې طالبان هماغه طالبان دي پخوا يې هم ښوونځي نه پرېښودل اوس يې هم نه پرېږدي، تاسې که له افغانانو سره کوم څه کوئ هغه زموږ له لارې ورسره وکړئ.
او که طالبان د افغانستان په پرېکړه کې پاکستان ته غوږ نيوه، ياد لرئ چې راتلونکی به يې د پخوا پڅېر وي، پاکستان به يې د ډالرو په بدل کې په امريکا يا په کوم بل هېواد پلوري، او هغه وخت به ددوی هرڅه له لاسه وتلي وي هيڅ به نشي کولی.
د بام په سر په ناسته، ناسته ځمه
سالکه! زلفې ټولوه راپسې
سالک
ستا سپورې زلفې زما وچې شونډې
د دې وطن د غريبۍ نخښې دي
سائل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب