دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+کاش چې مو حکومت يوازې د ارګ نيول نه ګڼلاى

کاش چې مو حکومت يوازې د ارګ نيول نه ګڼلاى

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

اسلامي امارت يقيناً په افغانستان کې تر ټولو ستر مشهود او محسوس دروند ځواک او د نورو جنګي ډلو په پرتله له ولسي ملاتړ څخه برخمن تحریک دى. د هيواد په کچه په هيڅ ډول پريکړه کې له پامه غورځول به يې د بن د پريکړو د نيمګړتياو تکرار او په هيڅ صورت کې د هيواد په ګټه نه وي. مګر دا هم انکار نه منونکى حقیقت دى چې په يوازې سر د نظام جوړولو او حکومت کولو په برخه کې ناکام دي.

که د تير نظام نړول،  د توپک په زور واک چلول، له اساسي قانون پرته د هيواد مديريت کول، په عام ډول په دولتي پوستونو باندي د بې تجربې اشخاصو ګمارل، د ګمارلو لپاره ملګرتیا او انډيوالي معيار ګرزول، له تير يو کال راهيسې د انجونو ښوونځي بندول، د مقننې او عدلیې  قواو له منځه وړل او په ارګ کې نيکټايانو پرځاى د لنګوټو رائجول اسلامي نظام ګڼل کېږي، نو بالکل اسلامي نظام له پورتنیو شاخصونو سره سم قائم او حاکم دى.

که له ارګ څخه د غني او پلويانو وتل او د طالبانو ديره کېدل خپلواکي وي، که د کادرونو شړل او د انډيوالانو نازول ښه حکومتولي وي، که د رسميت پيژندنې لپاره يو کال ناکامي هڅې ښه فعاله ديپلوماسي وي، که له يو کال راهيسې د سرپرست حکومت درلودل د ښې حکومتولي اړين شاخصونه وي، نو دغه ټولې ښېګڼې په اسلامي امارت کې شتون لري.

متأسفانه په ملي کچه منل شوى او په نړيواله نورمونو باندي ولاړ مشروع حکومت، د  اساسي قانون جوړول او تصويب، اجرائیه مقننه او عداليه، عزم استعداد او امکانات غواړي. له نړيوالو سره د مشترکاتو  لټون،  د نړيوالو مکلفیتونو په برخه کې د خپل هېواد مسئوليت ادا کول  د ملي ګټو پر محور ولاړو تګلارو ترتيب،  لوړ ظرفیت مسلکي پرسونل او پياوړي فکري زيرمې ته اړتیا لري.

د اسلامي امارت د چارواکو لخوا له نړۍ سره اړيکې نورمال کولو هڅو زيات وخت واخيسته او نتیجه هم منفي ده. ښه به دا واى چې په لمړي سر کې له خپل ولس سره د اړيکې رغول شوي واى. ملي مشروعیت ترلاسه کول د نړيوال مشروعیت لپاره ښه بنسټ جوړوي. له دې څخه ورهاخوا د ګډو ګټو لټون، قوي استدلال  او د نړيوالو کنوانسيونونو په چوکاټ کې ترتيب شوې رغنده ديپلوماسي ترتیبول اړين کار وو.

څرګند واقعيت دادى چې يوازې اوسنى ټيم  په موجوده تشکيلاتي چوکاټ او په اوسنۍ بڼه د هيڅ ډول نظام جوړولو چلولو او د هيواد د مديريت کولو لپاره اړين مسلکي کادرونه نه لري. افغانستان اوس هم سخت زيانونه وګالل او لا يې هم ګالي. اقتصادي سياسي او امنيتي وضعیت د وخامت خوا ته په چټکۍ سره روان دى. د داسې وضعیت اټکل کيږي چې اوسنۍ ډله څه چې ټول افغانان به يي هم د کنترول وړتیا نه لري. له خورا زياتو امنیتي تدبيرونو سره سره د الظواهري  وژل کېدو ثابته کړه چې امریکا اوس هم کولاى شي وخت هر څوک په هر ځاى کې له منځه يوسي.

زموږ حکومتونه هر وخت د ملي ريښو له نشتون سره مخ وي. واک ته له رسيدو سره سم هغه پخوانۍ ژمنې هيرې کړي  او د واک له بايللو سمدم وروسته تښتي. له تير يو کال راهيسې د انجونو په مخ د ښونځيو دروازې بندې شوې دي خو تعجب دى چې اوسنى حکومت لاهم د ولس د ملاتړ خبره هم کوي.

شک نشته چې  زبرځواک هيوادونه چې په سر کې يې امریکا قرار لري د خپل تاريخ پاڼې يې له بيوزله هيوادونو سره له دوکو فريبونو او د ژمنو له ماتولو څخه ډکې دي خو دا هم باید ومنو چې نړیوال په هيڅ ډول شرایطو کې نه غواړي چې يو ځل بيا د افغانستان له خاورې څخه ورته بالفعل او يا بالقوه ګواښ شتون ولري. له موجوده حکومت سره د تعامل روانه پروسه او په ځينو مواردو کې اقتصادي مرستې د همدغو موخو برخه ده.

که همدا اوس د امارت مشران د نوښتونو جرئت ونکړي، د خپل مټکور ذهنيت د سمون لپاره په خپله لاس په کار نشي، حکومت ته ملي مشروعیت ترلاسه نکړي مسلکي خلکو ته د چارو سمبالولو دنده نه سپاري، له نړې سره په خپلو ژمنو باندي وفا ونکړي، اوسنى وضعیت نه افغانانو او نه هم نړيوالو ته د منلو وړ دى. موږ به متأسفانه ډير څه وبايلو. د افغانستان ستونځه ورځ تر بلې پيچلي کيږي کړاوونه او شخړې زياتيږي حتى د افغانستان جغرافیه له ګواښ سره مخ کيږي. متاسفانه  اوسنيو حاکمانو نه خپل ملت خپل کړاى شو او نه يې هم نړيوال ملاتړ ترلاسه کړاى شو.

کله چې حاکمان په انحرافاتو سر کيږي نو مسئوليت مستقیماً د عافیت په ګوښه کې ناستو هغو مخورو پاکو او ژمنو مشرانو د درد او درک درلودونکو ځوانانو او د عامو خلکو ته متوجه کيږي چې فکر کوي هغوى هيڅ نشي کولاى، دغه وخت د چوپه خوله پاتې کيدو دى. وخت او شرایط نورمال نه دي، يوازې هغوى څه کولاى شي؟ حکام د انتقاد اوريدو وړتیا نه لري او داسې نور.  د سمون او بدلون لپاره تعمیري مبارزه توپک او توره نه غواړي.

اوسنى ستونځه هم همدغه شان ده. حاکمه ډله د خپل لوري هرڅه سم ګڼي. د پړې ټوله ګوته نړيوالو ته نيسي او مخالفین له حکومت سره جګړه د حل يوازنۍ لاره ګڼي، خو دواړه خواوې سهوه شوى دي. په دغه ډول فکر کولو هم حاکمه ډله او د وسلوال مخالفت پلويان ستونځه لا نوره پيچلتيا ته بيايي او زموږ تراژيديو ته ضرب ورکوي.

که د حال له غوښتنو او شته شرایطو سره سم کار کول غواړو نو له خپلو وروڼو سره د جګړې پرځاى به له تاوتریخوالي پرته په سياسي سوله ييزو لارو باندې مبارزه پيلوو د ړنګون او نسکوريدو، د نظام لړزانده کيدو د اقتصادي وضعیت د ټکنى کيدو مخه به نيسو. د نظامونو د نړيدو تيرو ستونځمنو تجربو ته په پام کولو له نسکور نظام څخه همدغه ګوډ مات شل شوټ نظام هم په مراتبو ښه دى.

راځئ يوه ساده سيده ارزونه وکړو. هغه دا چې د دوحې د تړون ډيره برخه کوم اړخ نقض کړى ده؟ ايا امریکا ته د پړې ګوته نيول د تړون په هکله زموږ مکلفیت ختمولاى او ستونځه مو حل کولاى شي؟ ايا موږ د افغاني خبرو له لارې هغه شان ټول شموله اسلامي حکومت جوړ کړاى شو چې امریکا راسره د مرستو نه کولو او له نورې نړۍ څخه راته د مرستې نه غوښتلو له امله د دوحې د تړون ماتوونکي وګڼو؟ ايا موږ د خپل ولس د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره کله هم هڅه کړې ده؟

تعجب نه دى چې له تير يو کال راهيسې مو له هيڅ ډول کره منقول او معقول دليل پرته د ملت د مليونونو بچيانو په مخ ښوونځي تړلي دي، ولس، امت او نړئ چيغې وهي چې د هيواد د انجونو لپاره ښوونځي پرانيزئ، خو زموږ د حکامو په چلن لاهم يوازې په دروغجنو ژمنو ولاړ دى. د چارواکو د علميت کچه دومره لوړه ده چې د ملت فرياد د امریکايي تبلیغاتي جګړې اغيزې ګڼي او نړئ ته د ملامتي ګوته نیسي؟

ولس له موجوده حکمرانانو څخه په ديني اصولو او ملي ګټو باندې معامله کول نه غواړي، بلکې غوښتنه يې داده چې حکام د عصر وخت او زمانې له غوښتنو سره په خپل چلن او تعامل کې د بدلون راوستلو جرئت وکړي. دغه ظرفیت اوس نه ليدل کېږي.

حکمرانان باید پوه شي چې دا د امریکا له شل کلن اشغال څخه اغيزمن ملت نه دى. دا شل کاله پخوانى له کورنیو جګړو څخه راپورته شوى نيمه زده کړى ملت هم نه دى. د دغه ملت د خپلواکي ازادي او استقلال کچه له مريخ څخه هم لوړه ده. د خپلو حقونو د غوښتلو لارې چارې او له حکامو سره په چلن کې خپل حدود پيژني. حق حتماً غواړي خو د جګړو او توپک کارولو له لارې نه، بلکې د اسلام او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د ننه د سياسي او سوله ايزې مبارزې له لارې، هر ډول، هره بڼه، هر فورم او هر ادرس کاروي ترڅو  حاکمان خپلو مکلفیتونو او مسئوليتونو  ته متوجه کړي.

7 COMMENTS

  1. سلام
    وجاءالحق ان الحق کان ذهوقا
    زه فکر کوم افغانان باید خپل مشترکو اړیکو ،ملحوظاتو ګډ فرهنګ او تعامل ته ګډ ه همکاری ،همپذیری دپوهې اوتفاهم ګد دریخ ته باملرنه وکړی واقعیت دادی چې موږ نړۍ ، ملګرو ملتو ، یوناما ، روس ،امریکا، انګرېزانو او یوشمیر نورو دخلقی،پرچمی، شعله ای ،افغان ملت، اخوانی او مجاهد په نوم څلور لسیزوکې سره ووژلو وجنګولو ،تولې نړۍ ته یې کدوال کړو ، زموږ له کړکېچ نه یی هرډول سوء استفادې وکړلې خودا یوازې ددوحې او شل کالو اشغالی خبره نه ده او نه ارثی دیو ګروپ خلکو اتل توب ادعاده. دی تاریځ کې له بده مرغه داسې کوپړۍ ،کورنۍ او کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې یو فیصد ته یې هم اسلامی امارت په حکومت کې حق ورکړی نه دی. اسلام کې دحق اوباطل موضوع روښانه ده. سوچ په کاری داملت ویده نه دی!
    دخیراتی کڅوړو په نامتجانس او غیرعادلانه وېش ،په حکومت کې د انډیوالی فرهنګ ته امتیاز ورکول او د اسلامی دسبلین اواخلاق ته دکار اهل کار نه سپارلو اهانت ټوله نړۍ پېژنی .
    په دې ټول پوهیږی هغه چې رښتیا وایی هغه دهیچا نه خوښیږی ځکه دولس به خیر او آبادی باندې دی خو هغه محافظه کاره تنظیمی غله ، ماهر رهزن ،دوه مخی ، بې علمه او دانش ،کاسه لیس او مزور لېوان د اسللمی امارت په رګونو کی ننوتی او دجوال خوله نیسی هغه لافې وی اوباټې . داخلک اصلا داسلامی او امارت به بالنه او مانا نه بوهیږی خو داخلک به همداسې حالت کې خوښ دی ځکه خاین خایف د ی او به بی قانونی کې یې ګتې زیاتې دی.
    داسلامی اما رت له الف تر یا پورې نشی کولای دغه حساسیت تشخیص کړی ځکه دا کار تجر به، درایت او پوهه غواړی:
    الف: دولس پخلاینه په کار ده( هغه ډله چې دطالبانو دعفوې او مقام پروا نه لری)
    ب: بهرنی سیاست جوړول غواړی هغه چې دچین ،روس او امریکا سیالی باندې پوهیږی
    ج: هغه چې ددولت تشکیلاتی برخې سمولی شی . هغو سره چې دمستضعف ولس اندېښنه له بندیزونو اوطبیعی فاجعو څخه خلاصولی شی .
    د: هغه چې ددروغو کاذبو اعمالو کارونو ښکار شوی نه وی اولاسونه یی به کوم ناوړین ککړ نه دی
    ه: هغه چی دتعلیم بندیز څخه پرهیز کوی ولو که به هر نوم ،طاقت زور اوبهانه وی
    موږ داسلامی فرهنګ په وړاندې مسولیت لرو موږ ددې مظلوم ، یتیم ، شهید ، وږی او تږی ولس برخلیک وژاړو نه وزارت معینت ،ریاست،مدیریت ، او بل هر مقا م ، قدرت او منافقت ………………
    کورودان

  2. سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب ع شريف زاد صاحب

    هر څه مو په خورا بډايه ادبي ترکيب کې را ټول کړي دى. يقيناً همداسې ده او ستونځې مو هم همدغه دى. اوسنى چارواکي د شرایطو په حساسیتونو او د ترينګلي وضعیت په نزاکتونو باندي نه پوهېږي. که چوپه خوله او د سيلانيانو په توګه کينو نو موږ او هيواد دواړه خرابيږو. دغه د حل لاره نه ده. متاسفانه چې خبره مو څوک جدي نه نيسي او ټول د واک په نشه يي ډوب شوي دي.
    له تبصره څخه مو نړئ مننه وروره

  3. په افغانستان کی چی هر نظام راغلی ولس ته یی ځانونه خدمتګار ورپیژندلی مګر چی کله هرڅه روښآنه شوی بیا هر یوه په قدرت کی د پآتی کیدو لپاره ولس او هیواد په خطر کی یاد کړی مګر دا ټول نظامونه لاړل او راغلل هر څه ویل کیدل دا په اصل د دوی د خپلو شخصی ګټو لپاره کړی دی

    • يقيناً همداسې ده
      موږ شعارونو باندې غلطيږو. هغه شعارونه چې د ټاکنو لپاره د کمپاين په مهال په شرقي ټولنو کې کارول کېږي او د تاکنو د نتایجو له اعلان وروسته هيڅ اړخ ته هم ارزښت نه لري

  4. د ګران او دروند ورور همت صاحب د تصحیح څخه په مننی سره، محترم شریف زاد صاحب هم یو باسواد شخص دئ چی البته په لیکنو کی انشائی اشتباه یوه عادی خبره ده خو د قرآنی آیتونو د صحیح لیکلو په هکله باید د ځانګړی پاملرنی څخه کار واخیستل سی.
    دا پوښتنه به نه مطرح کوم چی ښاغلی شریف زاد صاحب په کوم مناسبت پخپله تبصره کی دا آیۀ کریمه کارولې ده.

  5. سلام
    بیلکل العزر عند کرام الناس بېړه شوې ده دکتور همت او غلام حضرت ورور ټیک ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب