دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپنجشېر کې د ط-انو له لوري د یو شمېر خلکو د نیولو...

پنجشېر کې د ط-انو له لوري د یو شمېر خلکو د نیولو ویډیو توند غبرګونونه پارولي

تاند( سې شنبه ، د سنبلې اوله) په ټولنیزو رسنیو کې يوه خپره شوې ویډیو،چې طالبان پکې د پنجشېر مقاومت ډلې سره د تړاو په تور د يو شمېر کسانو د نيولو ادعا کوي،له یو شمېر توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

په دې ویډیو کې له يوې غره یيزې سيمې څخه طالبان یوه ډله لاس تړلي کسان راښکته کوي او وايي،چې دا کسان د پنجشېر د مقاومت ډلې غړي دي او دوی ته تسليم شوي.

په دې اړه د ټولنيزو رسنيو بهر مېشتي افغان فعال وصیل فیضي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

«‏دا بېګناه ملکي وګړي یې نیولي او وایي په جګړه کې تسلیم شول. طالب د دې وطن په ګوټ ګوټ کې دښمنۍ زېږوي او د وطن بېګناه ځوانان له شلو کالو راهیسې له تېغه تېروي. د خلکو پیغام طالب ته ښکاره دی: موږ کرکه درڅخه لرو او تر هغو چې وطن بیرته ازاد شوی نه وي، دا کرکه به په اور بدلوو چې لمبه شئ.»

افغان ژورنالیست بلال سروري هم د يادې ويډيو له خپرولو سره لیکلي:«وايي چې مقاومتيان دي، نو وسلې یې چېرې؟جامې يې ولې د جنګياليو په شان نه دي؟‌دوی کې خو اکثره ماشومان او سپين ږيري دي،آيا د دې عمر خلک په جګړو کې برخه اخلي؟طالب وياندويان خو تل د مقاومت له موجوديت څخه انکار کوي،نو دا بيا څوک دي؟»

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل بیا لیکلي،چې طالبان بې رحمه دي او حتما به د خپل ظلم پایله ویني.

د ده په وينا، د طالبانو داسې کړنې،چې بې ګناه کلیوال نيسي،سپکوي او خپل دې کار ته لا د جهاد نوم ورکوي،د‌ دوی خلاف د مقاومت لړۍ چټکوي.

د بښنې نړېوال سازمان د افغانستان د څانګې يوې مسوولې سميرا حميدي بيا د دغې ویډیو له خپرولو سره دا عمل له ملکیانو څخه د طالبانو د غچ اخيستو او بشري حقونو د نقض څرګنده نښه ګڼلې ده.

نوموړې دغه وضعیت د ډېرې اندیښنې وړ ګڼلی او له نړيوالو ېې غوښتي،چې طالبانو سره د يو کلن واک د ناوړه استفادې پوښتنه او حساب وکړي.

د طالبانو رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دوی مخکې په پنجشېر کې د مقاومت ډلې موجوديت او پر ځان د بشري حقونو د نقض ادعاوې ردکړې وې.

4 COMMENTS

  1. دا غول خوري دا رزیلان دوی امتحان ورکړی دی ، له دې خرو طالبانو څخه دوی بد تر دي نالت پر دې غلو او فا شستانو !!

  2. ده شپنيو عملیاتو ،ړندو بمباريو او صفر یک قطعيو ده مظالمو خلاف خو کوم بهرمېشتی افغان غږ پورته نکړه. چی ټول پکی عام بیطرفه ولس قتلیده هغه هم بی وسلی اوده خپل کورپه انګړ کي په شمول ماشومان او سیاسرو نن یی چي طالب ده غره نه لاس تړي راکوزوی. دوی یی نارواه بولي تاسو ډیر بی ظرفیته لویدلی انسان نان یی چی ده دوه روپیو لپاره خپل عزت ناموس وطن حیست وقار هرڅه ده امریکی په پښو کی ايږدي

  3. د تالبانو وحشت له هیچا پټ ندی. تل يی د بی ګناه افغانانو وژلو او ځورولو ته رنګ رنګ رنګونه ورکړی دی. پدی ویډیو ګانو کې هم چی دوۍ ادعا کوی چی مقاومتیان يی نیولی دروغ دی ځکه چی عام خلک په چپلکو او داسی جامو کی راروان دی چی هر څوک پوهیږی چی دا دجګړی خلک نه دی او نه د جګړی لباسونه په تن کی لری.
    د تالبانو دا ډول کړنی باید د ریښتینی افغانانو له خوا چی په هر قوم او ډله پسی تړلی وی په کلکو ټکو وغندل شی او خپلو احساساتو ته اجازه ورنکړی چی د حق په سترګو يي پردی راخپری کړی.

  4. بلی د ملت صادقانه وحدت دوباره لاس ته راوړلو لپاره باید اصیل افغانان ددی رنګارنګو غلامانو کړیو د نفاق اچولو پر ضد محکم ودریږی او همدی رنګارنګو اجنابیو غلامانو افغان ملت ته نه یوازی غربت او تباهی راوړی دی بلکه د قومی ، ژبانی او مذهبی نفاقی ئی هم رامینځ ته کړیدی او دا د اجنبیانو اساسی هدف هم دی ! که غواړو چی افغان ملت د ازادی ، ښه ژوند او د پر مخ تګ خاوند شی نو دداسی اجنبیو زهرناکو غلامانو پر ضد په اتفاق سره ودریږی ، بالخصوص میرمنی ددی غلامانو له خوا په حقارت لیدل کیږی او همیش ئی حقوق تر پښو لاندی شوی د ی بالخصوص د قدیانیو طالبانو ظالمو دورو کښی دا هم د اجنبیانو پلان دی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب