Homeخبرونهد ازبکستان ځواکونو سره د ط-انو د نښتې خبر ورکړل شوی

د ازبکستان ځواکونو سره د ط-انو د نښتې خبر ورکړل شوی

تاند( سې شنبه ، د سنبلې اوله) راپورونه وايي،چې پرون د افغانستان-ازبکستان پر ګډه پوله د بلخ په شورتپه ولسوالۍ کې د طالبانو او ازبکستان د ځواکونو تر منځ وسله واله نښته رامنځته شوې ده.

خبري سرچينو په دې نښته کې د مرګ ژوبلې د احتمال خبر هم ورکړی،خو کره جزييات ېې نه دي وړاندې کړي.

ويل کيږي،چې نښته په ګډه پوله کې پر څو افغان وګړو د ازبکستاني ځواکونو له ډزو وروسته پيل شوې.

په بلخ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ سرچينو د دغې نښتې خبر تایید کړی.

د طالبانو او ازبکستان رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ازبکستان د سيمې له هغو هېوادونو څخه دی،چې طالبانو سره ښې اړيکې لري،خو د داعش خراسان څانګې پرې له افغان خاورې څو ځلې د توغنديو د برید خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...