دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+ښځې او اقلیتونه په کمپیوټر پوهنه کې

ښځې او اقلیتونه په کمپیوټر پوهنه کې

کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه

لیکوال: هنري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

در ویشتمه برخه

ښځې او اقلیتونه په کمپیوټر پوهنه کې

د کمپیوټرپوهنې او ټکنالوژۍ منځته راتګ یوه نړیواله هڅه وه، خو په دې کې شک نشته چې د دې برخې زیاتره ګډونوال (په تېره په اولنیو کلونو کې) سړي، په تېره بیا سپین پوستي سړي وو. خو تر ټولو دلچسپه استثناوې پکې د چارلز بیبج همکاره ایډا لولیس، د ENIAC کمپیوټر روزل شوې پروګرام لیکونکې – چې ټولې ښځې وې –  او  ګریس هوپر دي چې د نوموړې COBOL ژبې په تجارتي کمپیوټرپوهنه کې یو انقلاب رامنځته کړ. بلاخره په ۲۰۰۷ کال کې د کمپیوټرپوهنې د ډګر د تر ټولو معتبرې ACM Turing جایزې ګټونکې هم یوه ښځه او د کمپایلر جوړوونکي فرانسیس الن وه.

نن ورځ ښځینه قشر د کمپیوټر پوهنې په ټولو اړخونو کې مهم مقامونه ترلاسه کړي او همدا راز په تجارت کې يې هم مخکښو پوستونو ته ځان رسولی (مثلاً کارلي فیورنا، د HP شرکت او میګ وایټمن د eBay مخکینۍ اجرایوي مشرانې). خو له دې سره سره، د کمپیوټر پوهنې په لوړو هسکو کې د ښځو ګډون لا هم نسبتاً کم دی.

علمي تحقیقات ښيي چې هلکان او نجونې شاوخوا له یو شان لېوالتیا او مشارکت سره کمپیوټرپوهنې ته مخه کوي او د کمپیوټري زده کړو او سافټویرونو په ابتدايي کورسونو کې برخه اخلي. خو په ۲۰۰۶ کال کې د کالج بورډ د یوه راپور له مخې د پروګرام لیکنې په کورسونو کې د هلکانو ونډه ۵۹ سلنه او په مقابل کې یې د نجونو ونډه ۴۱ سلنه وه. په دې سربېره، د هغو زده کوونکو لوی اکثریت چې د کمپیوټر پوهنې په پرمختللو څانګو کې د ګډون ازموینې ورکوي، نارینه دي.

د پوهنتون په سطحه بیا، د لیسانس تر حده د کمپیوټرپوهنې په رشته کې د ښځو فیصدي زیاتوالی موندلی، چې د ۱۹۸۰ کلونو په منځنیو وختونو کې ۳۷ سلنه لوړ شو. خو تر ۲۰۰۵ پورې یاده فیصدي ۲۲ سلنه ته را وغورځېدله. (البته تر ۲۰۰۱ کال پورې بیا ۳۴ سلنه ښځو د ماسټرۍ ډګریانې ترلاسه کولې.) د دې ترڅنګ په معلوماتي ټکنالوژۍ کې د کار کوونکو ښځو شمېر په ۲۰۰۰ کال کې له ۹۸۴ زره (۲۸.۹ سلنه) څخه را وغورځېده او په ۲۰۰۶ کال کې ۹۰۸ زره (۲۶.۲ سلنه) ته راټیټ شو.

د دې سقوط لاملونه نامعلوم دي، خو ځینې احتمالي عوامل چې وړاندیز شوي، هغه د «انټرنټي انفجار» تاثیرات او دا فکر ښودل شوی چې د معلوماتي ټکنالوژۍ وظیفې نور خوندي نه دي؛ دغه راز، د کمپیوټرپوه د غیرعادي شخصیت کلېشه چې د ښځو له طبیعت سره ډېر نه جوړېږي او د لا زیاتو جلبوونکو مسلکونو موجودیت یې نور لاملونه وو.

جان بارټیک (ولاړه) او بیټي هولبرټن د دوهم نړیوال جنګ په اوږدو کې د «کمپیوټر» په توګه دنده ومنله. دا مهال کمپیوټر د هغه مامور نوم وو چې محاسبې به يې کولې. خو د کمپیوټرپوهنې یادو سرلارو چې په یوځای لیدل کېږي، د ENIAC او نورو روستنیو ماشینونو لپاره د پروګرام لیکنې مهم تخنیکونه ایجاد کړل.

د توکم او ذات له مخې، سپین پوستي او اسیايي وګړي په کمپیوټرپوهنه کې یوه بې تناسبه ونډه لري؛ خو د حیرانۍ وړ ده چې د اقلیتونو ښځینه طبقه بیا د سپین پوستو ښځینه وو په پرتله لوړه فیصدي لري. که څه هم اقلیتونه ورو په ورو د کمپیوټر پوهنې په رشته کې خپل ګډون زیاتوي، خو د یو شمېر لپاره يې اقتصادي کمزورتیا او کمزوری تعلیمي نظام لا هم خنډونه دي.

د بدلون لپاره هلې ځلې

په پروګرام لیکنه او نورو ډیجیټل مسلکونو کې د ښځینه او اقلیتي زده کوونکو د لېوالتیا په موخه مختلف ډوله پروګرامونه په لاره اچول شوي. یو له دې څخه د عصري پروګرام لیکنې چاپېریال مثلاً Alice یادولی شو. د Alice په مټ زده کوونکي کولی شي چې د scripting او درې بعدي وسایلو په مرسته خوځنده کیسې وپنځوي. (د دې تر شا اساسي فلسفه دا ده چې نجونې له کیسو ویلو او د کرکټرونو له تعامل سره ډېره دلچسپي لري، حال دا چې د پروګرام لیکنې د دودیزو کلاسونو ډېر فوکس د «ډز او بمبار» په ګیمونو او داسې شیانو وي چې د هلکانو په ذوق برابر وي.) بل خوا د پروګرام لیکنې د «مغلقو» مهارتونو پر ځای اوسمهال ډېر تاکید پر دې کېږي چې زده کوونکي ته د ټکنالوژۍ او د هغې د ممکنه استعمالونو په باره کې د فکر کولو یوه پراخ بنسټه وړتیا ورکول شي. (د دې او ځینو نورو مثبتو فعالیتونو په پایله کې، کارنیګي میلن پوهنتون په کمپیوټرپوهنه کې د ښځو شمېر له ۸ سلنې څخه ۴۰ سلنې ته لوړ کړای شو.)

افریقايي الاصله امریکایانو او نورو اقلیتونه هم یو شمېر سازمانونه او پروګرامونه جوړ کړي، تر څو د اقلیتي کارپوهانو ترمنځ ارتباط او همغږۍ ته وده ورکړي، د دندو غوښتونکي د کارموندنې له خبرتیاوو سره وصل کړي او مسلکي پرمختګ ته لار هواره شي.

اضافي لوستونه

1- ACM Committee on Women in Computing. Available online. URL:http://women.acm.org/. Accessed December 4, 2007.

2- ADA Project. Available online. URL: http://women.cs.cmu.edu/ada/. Accessed December 4, 2007.

3- Association for Women in Computing. Available online. URL:http://www.awc-hq.org/. Accessed December 4, 2007.

4- Black Data Processing Associates. Available online. URL: http://www.bdpa.org. Accessed December 4, 2007.

5- Dean, Cornelia. “Computer Science Takes Steps to Bring Women to the Fold.” New York Times, April 17, 2007. Available online. URL: http://www.nytimes.com/ 2007 /04/17/science/17comp.html?_r=1&oref=slogin. Accessed December 4, 2007.

6- Margolis, Jane, and Allan Fisher. Unlocking the Clubhouse. Cambridge, Mass.: MIT Press, 2001.

7- National Center for Women and Information Technology. Available online. URL: http://www.ncwit.org/. Accessed December 4, 2007.

8- National Institute for Women in Trades, Technology & Science. Available online. URL: http://www.iwitts.com/. Accessed December 4, 2007.

9- Pinkett, Randal D. “Strategies for Motivating Minorities to Engage Computers.” Carnegie Mellon University. Available online. URL: ttp://llk.media.mit.edu/papers/cmu1999.pdf. Accessed

December 4, 2007.

10- Yount, Lisa. A-Z of Women in Science and Math. Rev. ed. New York: Facts On File, 2007.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب