دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ۳نیم سوو ښځو په ګډون نیږدې ۹سوه سوالګر را...

کابل کې د ۳نیم سوو ښځو په ګډون نیږدې ۹سوه سوالګر را ټول کړل شوي

تاند( سې شنبه ، د سنبلې اوله) د طالبانو د ادارې چارواکي وايي،چې د خپل خپل لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده او د رياست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په امر ېې په کابل کې نېږدې ۹سوه سوالګر را ټول کړي او دا لړۍ به روانه وي.

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي شرف الدين شرف ويلي،چې په را ټولو کړو سوالګرو کې څه باندې درې نیم سوه مېرمنې هم شاملې دي.

د هغه په وينا، له دغو کسانو څخه څه باندې سل تنه ېې مستحق او نور حرفوي سوالګر وو،چې بایومټریک شوي او خبرداری ورکړل شوی،چې سوالګرۍ ته د دوام ورکولو په صورت کې به مجازات شي.

د دغه طالب مقام د‌ معلوماتو له مخې،‌ د مستحقو سوالګرو کم عمره کسان به د کار او ټولنيزو چارو وزارت په روزنتونونو کې شامل او نور مستحق سوالګر به د سیمو د ملا امامانو او ګذر وکیلانو په تایید یې د دوی له «څه‌ورکړې»څخه برخمن شي.

مولوي شرف روښانه نه کړه،چې دوی سوالګرو ته«څه»څومره، تر کله او په کوم ډول ورکوي،خو زياته ېې کړه چې یوه برخه به ېې د سرې مياشتې ادارې ته ور وپېژني.

طالب چارواکو له کابل څخه د سوالګرو د راټولولو د کمپاين دلیل د سوالګرو په لباس کې د احتمالي جرمونو، حرفوي سوالګرو او په ښار کې د منفي تصوير خپريدو مخنیوی بللی.

يو شمير خلکو د دوی د دغې پریکړې هرکلی کړی،خو د طالبانو منتقدین بيا وايي چې د دوی له واکمنيدو سره تر نیمايي افغانان ډېر سوال کولو ته اړ وتي او طالبان به څنګه په داسې استبدادي چلند د فقر او غربت د زياتيدو پر واقعيت پرده واچوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب