دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکرکټ لوبغاړي حمزه هوتک د پاکستاني ملا په حواله وروستي سېلونه د...

کرکټ لوبغاړي حمزه هوتک د پاکستاني ملا په حواله وروستي سېلونه د افغانانو د سرکشۍ عذاب وباله

تاند( سې شنبه ، د سنبلې اوله) ‏د افغانستان د کرکټ یوه ملي لوبغاړی امیر حمزه هوتک په خپله فیسبوک پاڼه د يوه پاکستاني ملا لنډه وینا خپره کړې.

دغه وینا،چې په تصویري بڼه کې ېې د افغانستان د وروستيو سېلونو ویجاړۍ ښودل کیږي،پاکستاني ملا ېې دلیل له الله تعالی څخه د يوه قوم سرکشۍ او د دغو سرکشيو سزا بللې ده.

د کرکټ د دغه مشهور افغان لوبغاړي په یوه بل فیسوکي پوسټ کې، چې څو ورځې مخکې شوی، افغان سېل ځپلو سره مرسته غوښتل شوې.

د نوموړي په رسمي فیسبوک پاڼه د داسې مطالبو خپریدو توند غبرګونونه راوپارول.

افغان خبريال حکمت سروش د نوموړي په غبرګون کې لیکلي:«د کرکټ ملي؟لوبغاړی امیر حمزه هوتک د يوه پاکستاني ملا له حواله وایي چې پر افغانانو ځکه د سیلابونو عذاب راغلی چې دوی له الله نه سرکښي کړې او باغیان شوي دي. د لوګر او نورو سیمو غریبو کلیوالو څه سرکښي او باغیتوب کړی؟»

افغان کتاب خپرونکي محمد ابراهيم ابراهيمي امیر حمزه هوتک ته د تبصرو په لړ کې په دې اړه داسې لیکلي:« نو افغانان له ، عربو ، ترکانو ، فارسیانو ، پنجابیانو هم ډېر ګنهګار دي ؟ مونږ کنهګار نه، بلکې لټ ، تنبل ، او بې عقله مخلوق یو بس!»

امیر حمزه هوتک په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده،چې روانه مياشت د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې درنو سېلاوونو سلګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې او زرګونه کورونه او په پراخه کچه کروندې یې ویجاړې کړي دي.

3 COMMENTS

  1. د ښاغلی ابراهیمی خبره سمه ده چی افغانان لټ ، تنبل ، او بې عقله مخلوق وو او دی. داچی په افغانستان کی دومره باران اوریږی، یو څه نامعموله خبره ده، خو د نړۍ په مختلفو برخو کی د اروپا نه نیولی تر شمالی او جنوبی امریکا او مرکزی افریقا، جنوبی او شرقی اسیا کی په کراتو ډیر بارانونه کیږی، خو هغوی ورته لازم تدابیر نیولی. مثلاً د اوبو د بندونو جوړول، د ونو او بوټو کرل چی د اوبو په جذب کی رول لری او د اوبو د سیلابی کیدو څخه د مخنیوی یوه ښه او ارزانه لاره ده.
    افغانان دی د هالند د dyke ساختمانونو تاریخ ولولی، او ورته به معلومه شی چی د هغه ځای خلکو څنګه د شمالی سمندر اوبه مهار او خپله خاوره او ملک یی د سمندر د توفانونو وژغوره.

  2. پاکستاني ملا ته ځواب
    متعه زنا ده
    ولاتقربوا الزنا انه کان فاحشا وساء سبيلا
    زموږ يو مسلماني ګاونډي متعه روا بولي او حال دا چې متعه يو نامشروع عمل دی.
    زموږ مسلمان ګاونډي بيا د هيرا منډي او دېته د نامشروع کړنو نامشروع منډيګانې په ټولو ستر او لويو ښارونو کې خلاصې کړي دي. يو نامشروع عمل ته يې قانوني بنه او مصؤونيت ورکړی دی. ايا د يو قوم ښکاره سرغړونه ده چې له الهي اوامرو نه کيږي؟
    د صالح عليه السلام قوم اوښې ته په اذيت رسولو هلاک شو.
    د نوح عليه السلام، عاديان، ثموديان او داسې نور تر موسی عليه السلام د قوم پورې چې د من وسلوی د ناشکرۍ له امله هلاک شول.
    ايا زنا يوه وړه ګناه (سرکشي) ده؟
    له شرک وروسته سخته او ناولې سرکشي زنا ده.
    هېښنده لا دا چې يو ګاونډي ورته مذهبي بڼه ورکړی يعنې مذهبي مشروعيت يې ورکړی او بل ورته بيا د انګرېزي قانون په رڼا کې قانوني مشروعيت او مصؤونيت ورکړی.
    ايا دا به د الله تعالی په شان کې زياتی او بې انصافي نه وي؟
    دا به ښه خبره نه وي. سېلابونه، زلزلې او داسې نور طبيعي پېښې دي. دا هم ښه خبره نه ده چې د خوړ په مينځ او يا په څنګ کې نژدې ابادي جوړه کړه او خوړونه مو تنګ کړي. اوبه چې راشي هغه خو ختمي ځانته لاره پيدا کوي. زموږ ټول کورونه د جوړولو په وخت کې په پوره تدابير نه جوړيږي. بنسټونه يې له اوله خراب وي. پالنه يې نه کوو. په يو مصؤون ځای کورونه نه جوړوو.
    ايا د دواړه ګاوډيان چې هر يو يې له موږ سره سياسي لوبې کوي. کله مو پر يو او کله پر بل چا پلوري، نو ايا دا دوکه نه ده؟
    ان الله لايحب الخائنين
    خو هغوی هوښيار، تعليميافته او موږ ناپوه او نالوستي يو. په دې نه پوهيږو چې څنګه د خلکو له هر اړخيزو سياسي لوبو ځانونه وساتو.
    سرزوري او ناپوهي زموږ د کمزورتيا ټکي دي. که همدا طالبان هلته په دواړو ګاونډيو هېوادونو کې حاکم شي او د نجونو ښوونځي او ښځې له کاره منعه کړي او دغسې په نړيواله کچه منزوي، نو ايا هغوی به اجازه ورکړي؟ نه هېڅکله نه.
    ويجعل الرجس علی الذين لايعقلون
    زموږ هر يو ګاونډی له خپل عقل کار اخلي، خو موږ له څه؟

  3. نو په دې کې کوم جای سرکشي ده؟
    افغانانو کوم کار او عمل د افغانيت، اسلاميت چوکاټ کې کړای؟ جهاد؟ نن خپله هر بې ناموسه جهادي؟ مشر خپله لمن پورته کړې او هر څه ميدان ته راوتلي، د اولادونو په حق کې افغانان ظلم نه کوي؟ تر پرونه غني خوارج ، کافر، ګوډاګی و، د خپل اولادونو د تربیې قاتل او د روښانه راتلونکي لپاره يي تر نن پورې ددوی مکتب ته يو افغان غک پورته نه کړ. يو څو ښځې چې د مکتب او د اينده برخليک لپاره يي غګ پورته کړ کومه سپکي يي ونشوه ؟….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب