دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد بسم الله محمدي اعتراف؛ پنجشېر کې لومړنی ښوونځی ما سيزلی

د بسم الله محمدي اعتراف؛ پنجشېر کې لومړنی ښوونځی ما سيزلی

تاند( سې شنبه ، د سنبلې اوله) د شمال ټلوالې د یوې مشهورې ورځپاڼې یوه خبریال د افغانستان د دفاع د وروستني وزير بسم الله محمدي په حواله لیکلي،چې پنجشېر کې لومړنی ښوونځی بسم الله محمدي سوزولی دی.

دغه افغان خبريال جمشيد یما امیري نومیږي او اوږده موده د احمدشاه مسعود د ورور احمد ولي مسعود د ماندګار ورځپاڼې د خبري برخې مشر و.

نوموړي په یوه مقاله کې،چې په افغانستان کې د بریښنا د پايو الوزولو په تړاو یې د نظار شورا د مطرح غړي یونس قانوني د يوه پخواني ویډیو کلیپ په اړه ليکلې،ویلي چې بسم الله محمدي په خپل کور کې دوی ته د یوه مېلمستيا پر وخت دا اعتراف کړی او په دې کار پښېماني ښودلې وه.

دغه افغان خبريال د پخوانيو جهادي تنظیمونو او د افغانستان د اوسنيو حاکمو طالبانو د توپیرونو په اړه لیکي،چې دواړه ډلې د پاکستان له لوري د خپلو اهدافو لپاره رامنځته شوې وې او اوسني طالبان د هماغو جهادي تنظیمونو تداوم دي.

د نوموړي په باور، د پخوانيو جهادي تنظیمونو او طالبانو لوی توپیر دا دی،چې د هغو تنظيمونو مشران وروسته نرم او په خپلو ډېرو کړنو پښېمانه شول،خو طالبان نه نرميدونکي او لا نور سخت دريځه کيدونکي دي.

دا بحثونه تر دې وروسته تاوده شول،چې له څو ورځو راهيسې د پرزول شوي جمهوري نظام د يوه مهم چارواکي محمد يونس قانوني د څو لسيزو مخکې يوه ويډيو پر خواله رسنيو خپره شوه.

په دې ويډيو کې ښاغلی قانوني د ډاکټر نجيب الله د حکومت پر وړاندې د احمد شاه مسعود په مشرۍ د دوی د نظار شورا جنګي تګلاره بيانوي او وايي،چې د بريښنا د پايو الوزول يې يوه مهمه برخه ده.

دا ويډيو په ټولنیزو رسنیو کې ډېره خپره شوې،تر دې چې د طالبانو ځينو تبليغاتي مبلغينو هم غبرګونونه پرې ښودلي.

 د طالبانو په بهرنيو چارو وزارت کې د معلوماتي ټيکنالوژۍ د برخې مشر خيرالله شينواري ويلي،چې نظار شورا پخوا هم د ملي ګټو او تاسيساتو خلاف وه او اوس هم ده.

د طالبانو ځينو منتقدینو بیا ويلي،چې ننني طالبان د پخوانيو مجاهدينو نوې بڼه ده او دوې هم اوږده کلونه د پاکستان او نورو ملاتړو هېوادونو په اشاره ېې د افغانستان د وروسته پاتې والي لپاره ورته جګړې او ويجاړۍ کړي دي.

د يادونې وړ ده،چې د ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د نوموړي مرستيال او لوړپوړي مقام يونس قانوني د هغه د پخوانۍ ويډيو د خپریدو او اړوندو بحثونو په اړه څه نه دي ويلي.

د ملي دفاع پخواني وزير بسم الله محمدي هم د ورته منسوبو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. کچیری نړیوال ټولنه په رښتیا دلته د افغانستان آبادی غوښتله یا یی غواړی نو لومړی تیرو جهادی تنظیمونو چارواکی او بیا نور د تیر دولت اوسنی امارت چارواکو د جنګی جرمونو او حقوق بشر او انسان وژنی اود کابل په کنډواله بدلولو پخاطر نړیواله محکمه راوغواړی ترڅو موږ پوه شو چی رښتیا نړیوال د افغانستان آبادی ته رښتینی دی نو کچیری موږ تیر ۲۰ کلن یا ۳۵ یا ۴۵ کلن جګړیز دورانی نظامونو ته ځیر شو داسی بریښی چی نړیوال همدا حالت غوښته ځکه دوی پوهیدل چی تیر نظام اکثره جهادی رهبرانو جنګی جرایمو قضیی درلودی مګر محاکمه یی نکړل نو موږ لدی نړیوالو د هیڅ ښیګڼی او صداقت توقع نلرو ځکه هرڅه د دوی او پاکستان او ایران او سعودی فرانسی امریکا برتانیه په امر شوی نو ګیله هم ورڅخه نده پکار

  2. سلامونه،
    ولس ته خو دا ټول معلوم وو او دي. هغه چا چې په رښتیا د وطن او ولس د خیر ښیګڼو او آبادۍ لپاره او د صلحې لپاره کار کاوه او یا نظر ې درلوده ، لکه داوود خان،ډ.نجیب ، م.ا.غني، حتی کرزی! ……. د ګلوبل لوبغاړو او داخلي جاسوسانو،ګوډاګیانو او هیوادفروشانو په اپوټه تش په نامه سیاستونو چې همدا د مکتبونو سوزول او د برق پایو الوزول او د سر سړیو ترورول ،مین های چسپکي ، اختطافونه او نور… په بر کی نیسي +یهودي او پارسۍ رسنیو ؛بد نام کړل
    ؛باید پخپله افغاني واقعي لویه جرګه کېمحاکمه شي ؛دا تش په نامه مهکمه ی بین المللی ،یو ان، حقوق بشر مفتې خبرې دي او نتیجه ې هاغه سیما ء بیثمر ،ګلمرګان ، او قارونیان ،او خطا ې بینور او بسم فشکل … آن تر داعش های پاریسي!!!!او د ګاوڼډیو جاسوسی کړئ.
    ! د ولس ټول قشرونه چې په هره ژبه غږېږي ،د هر قوم او قبیل چې وي، د هر سمت او هر چیرته چې زوند کوي ا.د.ن. شاخصونو والا باید په آزموده ګانو بګیلانو پسې لاړ نه شي ، آوازه های سر چوک ونه مني او خیر او شر ،دوست او دښمن تفکیک کړي ا.د.ن.
    د ورور ګل محمد خان سره هم موافق یم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب