دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد کابل د صنعتي پارکونو برېښنا ۱۲ ساعتونو ته زیاته شوه

د کابل د صنعتي پارکونو برېښنا ۱۲ ساعتونو ته زیاته شوه

تاند(چهارشنبه، د اسد ۲ مه) د افغانستان برښناشرکت د کابل ولایت د صنعتي پارکونو د ستونزو د کمولو لپاره د دغو پارکونو برېښنا ۱۲ ساعتونو ته زیاته کړه.

برښنا شرکت دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د کابل د صنعتي پارکونو  د فابریکو خاوندانو شکایتونه وکړل.

د دوی په وینا په صنعتي پارکونو کې برېښنا د تېرو دوو میاشتو پرتله ۴۷ سلنه کمه شوې ده.

د افغانستان د صنعت او کانونو خونو اجراییه ريیس محمدکریم عظمیي ویلي چې پخوا د کابل په صنعتي پارکونو کې ۶۵۰ فابریکو فعالیت کاوه چې په هغو کې نژدې ۶۰ زره تنه په کار بوخت وو.

ښاغلي عظیمي همداراز ویلي چې تر دوه میاشتې پخوا پورې د کابل صنعتي پارکونو ته په ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ ساعته برېښنا ورکول کېده خو اوس ۱۰ ساعته برېښنا لري.

ښاغلی عظمیي د یکشتبې په ورځ وویل چې دا ستونزه یې د افغانستان له برښنا شرکت سره شریکه کړې خو تراوسه پورې یې د هغې غم نه دی خوړلی.

خو د افغانستان برښنا شرکت پرون (سې شنبه) وویل چې له دې ایسته به صنعتي پارکونه په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ ساعته برېښنا ولري.

د برښناشرکت د چارواکو په وینا دا پرېکړه د صنعتي پارکونو له استازو سره د خبرو په پایله کې شوې ده.

که څه هم د صنعتي پارکونو ځینو استازو دا پرېکړه هم غنیمت بللې خو ډېرو نورو بیا ویلي چې لا هم ۱۲ ساعته کم دي.

افغانستان په سلو کې ۷۰برېښنا له ګاونډیو هیوادونو په تېره بیا ازبکستان څخه واردوي. له ازبکستان وروسته له تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه افغانستان ته برېښنا واردېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب