Homeخبرونهد ط-انو امر بالمعروف:د ښځو د اصلاح لپاره ځانګړی ریاست جوړوو

د ط-انو امر بالمعروف:د ښځو د اصلاح لپاره ځانګړی ریاست جوړوو

تاند( دوشنبه ، د اسد ۳۱ مه) د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو نن ویلي،چې«د ښځو د اصلاح»په موخه د دغه وزارت په چوکاټ کې یو ځانګړی رياست جوړوي.

د طالبانو د دغه وزارت ویاند عاکف مهاجر نن په یوه خبري غونډه کې ویلي،چې په دې نوي رياست کې به ښځینه محتسبانې د ښځو د اصلاح لپاره وګومارل شي.

دا په داسې حال کې ده،چې په وروستيو کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پرله پسې فشارونو په ملي او نړيواله کچه د اعتراضونو کچه لوړه شوې ده.

په تازه ګام کې یوې پښتنې شاعرې د یوه خصوصي ټلویزیون په یوه پروګرام کې طالبانو ته د شعر په ژبه د ښځو په اړه خپل اعتراض داسې وړاندې کړی،چې په ټولنیزو رسنیو کې یې ویډیو خورا ډېره خپره شوې ده:

«‏موږ خو ليدي، زموږ له سترګو دومره لرې نه وې

ښځې له تا مخکې ملا صاحب کافرې نه وې»

په تازه ګام کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي ،چې د طالبانو ادارې سره ېې خپلې اړیکې پر یو شمېر شرايطو مشروطې کړي،چې د نجونو د ښوونځيو بيرته پرانيستل او دندو ته د ښځينه ستنیدل ېې په سر کې دي.

1 COMMENT

  1. همهغه خبره ده : داښځې د داسې ځي او هغه ښځې د هغه سې ځي .
    دنیا چېرته لاړه او تاسې جاهلان لکه چرګان په کوم ځای کې پاته شوئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...