Homeخبرونهرویټرز: د الظواهري وژل کیدو د افغان بانکي زېرمو اړوند مذاکرات نه...

رویټرز: د الظواهري وژل کیدو د افغان بانکي زېرمو اړوند مذاکرات نه دي ټکني کړي

تاند( دوشنبه ، د اسد ۳۱ مه) رويټرز خبري اژانس د خپلو سرچينو په حواله خبر ورکړی،چې امریکا متحده ایالاتو د کابل په شېرپور کې د طالبانو تر چتر لاندې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کيدو سره بيا هم طالبانو سره د افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو د خلاصون په اړه مذاکراتو ته دوام ورکړی.

دغه اژانس زياتوي،چې امریکا د سویس یوه بانک ته د ګنګل شویو دغو بانکي زېرمو د یوې برخې د انتقال په اړه لېوالتيا ښودلې،خو ټينګار ېې دا دی،چې يو نړيوال پلاوی به ورڅخه څارنه کوي او طالبان به کنټرول نه ورباندې لري.

مخکې وال‌ سټريټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ټام ويسټ په قول لیکلي وو،چې امریکا له طالبانو سره د يادو بانکي زېرمو د یوې برخې د خلاصون په اړه خپل مذاکرات بيرته ودرولي دي.

د امریکا او طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مخکې امريکايي چارواکو منلې وه،چې طالبانو سره د ځينو شرايطو په مقابل کې د افغانستان د کنګل کړې شاوخوا لس میلیارده ډالره بانکي زېرمې د درېیمې برخې په خلاصون مذاکرات پیل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...