یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعمران خان د لاريونونو اعلان او حکومت ېې د نیولو امر کړی

عمران خان د لاريونونو اعلان او حکومت ېې د نیولو امر کړی

تاند( دوشنبه ، د اسد ۳۱ مه) د پاکستان حکومت تر هغې وروسته د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو امر کړی،چې نوموړي د راتلونکې شنبې په ورځ په پلازمېنه اسلام اباد کې د پراخو لاريونونو چمتووالی پیل کړی.

د عمران خان نیږدې سرچینو ویلي،چې حکومت د نوموړي د نيولو امر کړی.

حکومت رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي،خو مخکې ېې د نوموړي د پرله پسې لاریونونو اعلان د بې نظميو هڅول او د ترهګريزو فعاليتونو لپاره زمينه سازۍ سره مرسته ښودلې وه.

د عمران خان پلویانو بیا په ټویټر کې یو پراخ کمپاين پيل کړی او هغه ېې خپله سره کرښه ګڼلې ده.

عمران خان تر هغې وروسته،چې څو مياشتې مخکې د پارلمان له لوري د باور رايه ترې واخيستل شوه،د وخت نه مخکې پارلماني ټاکنو د ژر تر سره کیدو او په دې ډول د نوي حکومت د جوړولو غوښتنه کوي.

د‌ پاکستان اوسنی حکومت بيا په دې اړه پریکړه خپل صلاحيت بولي او عمران خان په تشنج جوړولو تورنوي.

1 COMMENT

  1. په پاکستان دا کار ډیر عادی دی چی هر ګوند په قدرت رسیږی مخکینی چارواکو ته یو دام ایږدی ترڅو له هیواد وتلو ته ورته لار برابره کړی ځکه لدی مخکی نواز شریف، پرویز مشرف او نور چارواکی تیښتی ته مجبور شوی یعنی لومړی بندیخانه بیا تیښته، کیدای شی شهباز شریف د خپل ورور او بل تیر پنجابی پوځی مشر مشرف کسات ترینه واخلی خو ګمان کوم اوس ملګری ملتونو مشر ګوتریش یی ملاتړ اعلان کړی ځکه مخکی عمران خان د ا اوسنی دولت د امریکا لاسپوڅی اعلان کړی او غوښتل یی چی ژر تر ژر باید ټاکنو ته لاره هواره شی
    مګر اوس چی ګورو دا قضیه به د عمران خان د بندی کیدو لامل شی اوس به راتلوونکی کی ګورو چی پنجاب له پښتنو سره نور کومی کړنی کوی ځکه وخت چی تیر شی بیا پښتانه پوهیږی چی پنجاب څه غواړی او څه کوی
    کله چی عمران خان مشر وو نو پښتانه یی ترهګر بلل او فضل الرحمن ویل چی افغانستان کی جهاد فرض مګر پاکستان کی جهاد ناروا دی او پدی هم پوهیده چی پنجاب کی هیرا یعنی د زنا مرکز وجود لری کیدای شی راتلوونکی ټول پښتانه سیاسیون څنډی ته کړی او نړی همدا سیاسی مشران ترهګر معرفی کړی ځکه اوس پنجاب د فضل الرحمن پلویانو پسی د هدفی بریدونو پلان جوړ کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب