یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهیوه ط-اب مفتي په حاکمه اداره کې د پاکستاني تابعيت لرونکو په...

یوه ط-اب مفتي په حاکمه اداره کې د پاکستاني تابعيت لرونکو په ګومارنو نیوکې وکړې

تاند( دوشنبه ، د اسد ۳۱ مه) ‏د طالبانو د حاکمې ادارې يوه مطبوعاتي غړي مفتي عبدالحکیم د شمشاد ټلویزیون په یوه بحث کې اعتراف او نیوکه وکړه،چې د طالبانو د ادارې په ګومارنو کې پاکستاني تابعيت لرونکو يا دغه هېواد سره نیږدې کسانو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

هغه په عین حال کې خبرداری ورکړ، چې که طالبان خپله دغه پاليسي بدله نه کړي او له خپلو لیکو پاکستان ته ژمن کسان لیرې نکړي، دغه ډله به نوره هم منزوي شي.

د طالبانو چارواکو او وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي،چې ويل کيږي په وروستيو کې پاکستان د طالبانو په لیکو کې د هغو کسانو د کمزوري کولو او څنډې ته کولو په هڅو بوخت دی،چې د پاکستان د اوامرو پر ځای د خپل ولس غوښتنو لکه:د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو،‌د خلکو د تروړل شویو حقونو د بیرته ورکړې او په حکومتولۍ کې د نرمښت او نورو خلکو د شاملولو پلویان دي.

له دې سره، انديښنه شته چې د طالبانو په لیکو کې پاکستان ضد کسان ممکن د دغه هېواد د نفوذیانو له لوري هدف وګرځول شي.

شنونکي باور لري،چې که د پاکستان له اوامرو سرغړونکي طالبان په خپل منځ کې منسجم او نورو سياسي لوریو او ولس ته له ملي اجنډا سره مراجعه وکړي،د بریالیتوب تر څنګ

 له اوسنيو پراخو ناورينونو څخه د هېواد د ژغورلو فرصت هم لرلای شي.

1 COMMENT

  1. طالب لوړ رتبه چارواکی باید ددی شخص د ویناوو په اړه ولس ته ځواب ووایی چی داسی کار ولی کوی آیا دا خاوره د پآکستان دی کچیری وی نو بیا ولی د پآکستان دداخلی وزیر وایی چی افغانان زموږ دښمنان دی کچیری د پاکستان پلویان په لوړو څوکیو نه ګمارل کیږی باید یاد شخص محکمی او څارنوالی ته معرفی شی ترڅو دا ډول ویناوی د ولس او دولت ترمینځ واټن پیدا کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب