کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه
لیکوال: هنري هنډرسن
ژباړه: رحمت شاه فراز
دوه ویشتمه برخه
د ټکنالوژۍ پالیسي
د پالیسیو جوړوونکي د انټرنټ، معلوماتي صنعت او هغه اقتصاد په تړاو له خورا زیاتو مسایلو او ستونزو سره مخ کېږي چې لویه تکیه يې پر کمپیوټرونو او مخابراتي ټکنالوژۍ ده. د نورو پېچلو مسایلو مثلاً عامې روغتیا په څېر، په دې برخه کې هم پر ثابتو او جامع پالیسیو ټولیزه اجماع او د دې پالیسیو جوړول یو ستونزمن کار دی.
له تاریخي پلوه د نننۍ کمپیوټرپوهنې ډېری اولني مخترعین (ان مایکروسافټ هم) دا غوره بولي چې له سیاست او غوړه مالۍ څخه په واټن کې وي. د دې یو لامل ممکن خپلواکۍ پاله وګړي او ازادۍ پلوه باورونه وي، چې دا هیله ورسره وي، چې په معلوماتي عصر کې به د حکومتونو تر ټولو لویه ونډه دا وي چې دوی خپلواکه پرېږدي.
خو نن ورځ چې ډېری اقتصادي اهداف او زرګونه دندې له ګواښ سره مخ دي، ستر کمپیوټري شرکتونه په ډېره ولوله په سیاسي لوبو کې ونډه اخلي، چې د ۲۰۰۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماندانو هم د ټکنالوژۍ له مخکښو څېرو سره خوږې اړیکې پالل له پامه نه دي غورځولي. (مثلاً، په ۲۰۰۸ کې د ډیموکرات ګوند مخکښو نوماندانو هیلري کلنټن او باراک اوباما د ټکنالوژۍ ستر پلانونه مطرح کړل.)
هغه لوی مسایل چې د معلوماتي ټکنالوژۍ صنعت پکې دخیل دی، په لاندې ډول دي:
- بهرنۍ سوداګري او د علمي شتمني خوندیتوب.
- د اختراع حق سیسټم د اصلاح هڅې؛ تر څو د غلطو او ګرانبیه دعوو مخه ونیول شي.
- روزل شوو کار کوونکو ته زیاتېدونکې اړتیا او د بهرنیو کار کوونکو لپاره د کافي ویزو جاري کول.
- انټرنټ ته د مساوي لاسرسي زمینه مساعدول؛ چې معمولاً د محتویاتو پنځوونکي له مخابراتي شرکتونو سره په لانجه اخته کوي.
- د راتلونکي نسل د انټرنټي زېربنا (Internet 2) جوړېدو ته وده ورکول.
- د کمپیوټري څېړنو لپاره دولتي ملاتړ (مثلاً د هېواد د علومو بنسټ په مټ).
- د مالیې په تړاو انلاین سوداګریو ته یوه ښه حل لاره (چې ډېری وختونه د دودیزو سوداګریو تر نیوکې لاندې وي).
- د کمپیوټري درغلیو او نورو جرایمو پر خلاف قوانین جوړول.
- د حریم اړوند مقررات.
بل خوا، کمپیوټري صنعت له یو لړ داسې مسایلو سره هم مخ دی چې په اوږدمهاله بستر کې به پخپله د یاد صنعت راتلونکی هم اغېزمن کړي، مثلاً دا چې په ابتدائیه ښوونځیو او لیسو کې د ریاضي او ساینس ښوونې ته وده ورکول شي؛ یا د انرژۍ او چاپېریال پالیسۍ؛ یا د عامې روغتیا او تقاعد په څېر مسایل چې ټول اقتصادي سکټورونه تر اغېز لاندې راولي.
نړیوال اړخونه
په نړیوال صنعت کې، د امریکا د معلوماتي ټکنالوژۍ پالیسي بې له دې په پام کې نه شو نیولی تر څو چې د نورو (صنعتواله او پرمختیايي) هېوادونو پالیسۍ او د هغو احتمالي تاثیرات ونه څېړل شي. مثلاً، د علمي شتمنۍ د خوندیتوب په برخه کې د چین بریالیتوب (یا يې ناکامي) د لویو سافټویري شرکتونو پر عایداتو مستقیم اغېز لري. همدغسې د سانسور مسایل هم د هغو شرکتونو لپاره یو سرخوږی دی چې مجبور دي چې ستر مارکیټ ته له رسېدو سره، سره بشري حقونه هم په پام کې ونیسي او ترمنځ يې تعادل وساتي. د رقابتي ټکنالوژۍ نور مهم اړخونه د څېړنو تمویل، اعانې، د اختراع حق او چاپ قوانین او د مزدور معیارونه ښودلی شو.
اضافي لوستونه
1- Aspray, William, ed. Chasing Moore’s Law: Information Technology Policy in the United States. Raleigh, N.C.: SciTech Publishing, 2004.
2- Coopey, Richard, ed. Information Technology Policy: An International History. New York: Oxford University Press, 2004.
3- Marcus, Alan I., and Amy Sue Bix. The Future Is Now: Science and Technology Policy in America since 1958. Amherst, N.Y.: Humanity Books, 2006.
4- MIT Center for Technology, Policy, and Industrial Development. Available online. URL: http://web.mit.edu/ctpid. Accessed November 27, 2007.
5- Nuechterlein, Jonathan E., and Philp J. Weiser. Digital Crossroads: American Telecommunications Policy in the Internet Age. Cambridge, Mass.: MIT Press, 2007.
6- Ricadela, Aaron. “Technology Companies Have Much at Stake in 2008.” Business Week, September 19, 2007. Available online. URL: http://www.businessweek.com/ technology /content/sep2007/tc20070917_079427.htm. Accessed November 26, 2007.
7- U.S. Technology Administration. Available online. URL: http:// www.technology.gov/. Accessed November 27, 2007.