یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپښتون ژغورنې غورځنګ په کوېټه کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۳مه کلیزه...

پښتون ژغورنې غورځنګ په کوېټه کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۳مه کلیزه ولمانځله

تاند(دوشنبه، د اسد ۳۰ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د جنوبي پښتونخوا د کوېټې د نوي کلي په سیمه کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۳مه کلیزه ولمانځله.

په دې مناست جوړه شوې غونډه د افغانستان په ملي سرود پيل شوه چې په سلګونو پښتانه ګډونوال د سرود د غږېدلو پر وخت د احترام لپاره لاس په سینه ودرېدل او تر پایه ولاړ ول.

د غونډې برخه والو په افغانستان او سیمه کې د روانو ناوړه حالاتو پر ضد د اعتراض غږ پورته کړ او د لر او بر یو افغان په غږونو سره یې د لر او بر افغان وطن د ستونزو او حل لارو په هکله خبرې وکړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د سیمې تر ټولو ستر ولسي خوځښت دی چې د ۲۰۱۸ له پيل راهیسې په سیمه کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا د پښتنو عوامو د وهلو، تښتولو، شکنجه کولو او وژلو پر ضد راپورته شو او ورو ورو پراخ شو.

د پاکستان د پوځ د وېب سایټ (https://www.pakistanarmy.gov.pk/ex-coas.php) د معلوماتو په اساس، د دغه هېواد پوځ چې د پوځي چارو پوهان یې په سیمه کې د برتانیا د استعماري ځواک امتداد ګڼي، د ۱۹۴۷ د اګست په میاشت کې د برتانوي جنرال سر فرانک والټر میزیري په مشرۍ جوړ شو چې د ۱۹۴۸ د فبرورۍ تر میاشتې پورې یې د پوځ مشري پر غاړه لرله.

د ۱۹۴۸ له فبرورۍ څخه د ۱۹۵۱ تر اپریل میاشتې پورې جنرال ډوګلاس ډیویډ ګراسي د پاکستان د پوځ مشري پر غاړه واخیستله او کله چې پوځ منظم شو بیا یې واک خپل پاکستاني ځایناستي ایوب خان ته پرېښود.

ویل کیږي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره له نژدې څلور نیمو لسیزو راهیسې د خپلو روزل شویو ملېشو په وسیله په افغانستان کې د هر مرکزي حکومت پر ضد تر هغه وسله وال فعالیتونه حمایه کوي چې نظام چپه کړي.

2 COMMENTS

  1. ښاغلی ع شريف زاد،
    ستاسې له ليکنې مننه.
    که تاسې د ادم عليه السلام چې ابوالبشر د ټولو انسانانو پلار ياديږي. تاسې قرآني ترمينولوژۍ ته وګورئ چې قرآن کارولې ده :
    وعلم (۱) ادم الاسماء کلها …
    وقال يا ادم انبئهم (۲)
    ويادم اسکن (۳) انت [۱] و زوجک [۲] الجنة
    وکلا (۴) منها رغدا …
    ولاتقربا (۵) هذه الشجرة …
    فتکونا من الظالمين (۶)
    فقلنا اهبطوا (۷) منها …
    فمن تبع هدای (۸) …
    د انسان بنسټیز حقونه
    زده کړه او بل/نورو ته ښوونه
    سکونت يا مصؤون چاپيريال
    د ژوند معيشت چې څنګه ګډ ژوند وکړو؟
    خپلواکي/خپل اختيار يا خپله خوښه يعنې هېڅ ډول باندي ورته نه وه.
    د دې ټولو چوپړونو په وړاندې کولو سره بيا ورته الله وويل چې دې ونې ته به نه نژدې کېږې او څه نه خورې.
    له انجام يې خبرې کړل.
    سزا دا شوه چې له جنت نه يې راويستل يعنې اهبطوا…
    په ايمان يې ووايه که ستا په مخکې حکومت يا ښاروالي د کور کونجيانې ستاسې مېرمنې ته ورکړي او تا ته نه، نو څومره به درباندې بده ولګيږي؟
    رب العالمين په هماغه ابتداء د دوی کې د دوی دواړو مستقل او خپلواک يادونه کړه چې ته او ستا مېرمن دواړه دلته اوسئ.
    نو چې په جنت کې ورته رب العالمين مستقل حق ورکړی او هلته د ګډ ژوند يې ورته ويلي چې وکلا او د سکون په اړه يې بيا ((انت)) جلا او و ((زوجک)) مستقله ياده کړې ده. نو ايا ستا د دې ټولې ليکنې محتوا په دې دوو ټکو کې نغښتې نه ده؟
    په قد سمع الله … کې الله تعالی له اسمانونو پورته د ښځې فرياد پخپل کور کې اوري او موږ د اسلام پتنګان يې له ټولو حقه حقوقو نه منکر يو.
    همداسې د فرعون د مېرمنې غوښتنه اوري چې رب نجني…
    همداسې د مريم عليها السلام مور ته وايی چې ليس الذکر کالانثی
    رب العالمين ورسره خپله خبرې کوي، خو موږ څه کوو؟
    همداسې نور ډېر مثالونه درواخله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب