یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسپين بولدک کې د اوبو د یوه بند د جوړولو چارې پیل...

سپين بولدک کې د اوبو د یوه بند د جوړولو چارې پیل شوې

تاند( دوشنبه ، د اسد ۳۱ مه) د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ په بېدک کلي کي د اوبو د يوه بند د جوړولو چارې پيل شوې.

د يادې ولسوالۍ د کرنې آمر مولوي دادالله راشد وايي یاد بند د ډي آر سي موسسې په مالي لګښت په درېیو میاشتو کي جوړیږي.

 د‌ هغه په وينا،د یاد شوي بند د پروژې له پيل سره یو شمېر ځايي خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

نوموړي د دغه بند ظرفيت او د مالي لګښت اندازه نه ده ښودلې.

کندهار د طالبانو د يوه مهم مرکز او د جګړې د میدان په توګه ېې په تېرو شلو کلونو کې له رغنیزو پروژو او لومړنيو خدمتونو څخه تر ډېره محروم و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب