یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+توراو سور یې هم زرغون بیرغ زموږ شان، عزت او نښان

توراو سور یې هم زرغون بیرغ زموږ شان، عزت او نښان

روشنا وردګ

هر سهار چې ماشومان ټولګیو کې ځای پر ځای شي، مدیره په لوډسپیکر بیرغ ته د درناوي په پار داسې اعلان وکړي:

هرچېرې چې یۍ، که ناست وی او یا د تګ په حالت کې یې لاس په نامه ودرېږۍ، او بیا د بیرغ سرود وایي. زموږ د ټولګي نور ماشومان یو سر خو شعیب هره ورځ دواړه لاسونه لکه په لمانځه کې په نامه ږدي. کله ورته وخاندو او کله یوه یا بله ورنږدې شو یو لاس یې په سینه ورته سم کړو، خو دی سبا بله ورځ بیا همغسې دواړه لاسونه پر نامه ږدي، ځکه دی کور او جومات کې چې کله لمونځ کوي هغسې عادت شوی، دلته یې پام نه وي نو د ترانې ویلو کې هم د لمانځه په ډول لاس نیسي، امریکایۍ ښوونکې ورته خاندي، خو زه پوهېږم چې دې په لمانځه کې ځنګه لاس نیسی، نو بیا ورته وایم  شعیب کور کې لمونځ کوې؟ دی وایي هو، ورته وایم خو دلته یو لاس پر سینه ږده، دی یو آرامه او غلی ماشوم دی، خو غوسه یې هم خطرناکه ده، په سرښوونکې الکسا ډېر ګران دی، د ده په خاطر یې ټول بنګله دیش خوښېږي.

په کال۱۷۷۷ د جون په ۱۴ د امریکا بیرغ جوړ شوی، چې بیا بدل نشو، یوازې ستوری یې ورزیات شوي دي.

د جون ۱۴مه په امريکا کې د بیرغ ورځ ده خو مخکې له مخکې ښوونځي کې له څو ورځو راهیسې د بیرغ په اړه تیاریانې نیول کېدلې، هر ټولګي کې ښوونکي او زدکوونکي لګیا وو، د بیرغ په اړه معلومات، بیرغونه جوړول، رسمول روان وو. د زده کوونکو کورونو ته پرینټ شوي لیکونه ولېږل شول چې د جون میاشتې په ۱۴ م تاریخ خپلو ماشومانو ته د بیرغ په شان رنګینې سرې سپینې او نیلي رنګه جامې ورواغوندي، د بیرغ ورځ د هر ټولګي زده کوونکي له خپلو ښوونکو سره بیرغونه په لاس له ښوونځي د باندې لوی ميدان په لور منظم په کتارونو کې روان وو. هلته مخکې له مخکې هر څه منظم وو، د ساز و سرود ګروپ یو لور ته ولاړ وو، د ماشومانو میندې پلرونه او کورنۍ چې راغلي وو، د لوی میدان له کټاري اخوا ولاړ او څوک لا لوړ پر وسپنیزو څوکیو ناست وو. هر ټولګی په بېلابېلو کتارونو کې درېدلي وو، د ښوونځي مدیرې د بیرغ په اړه خبرې وکړې، بیا سرود وغږول شو او ټول په لوی میدان کې په کتارونو کې له بیرغونو سره وخوځېدل.

زه هم په همدې کتارونو کې د یوه ټولګي له کتار سره روانه وم، خو زړه مې د خپل هېواد او بیرغ په اړه ټوپونه وهل، تر سترګو مې خپل تور سور او زرغون بیرغ کېده چې زما د وطن ټول ګلالي ماشومان بیرغونه په لاس راوتلی وای. د ټولو نجونو او هلکانو مکتبونه خلاص او دغسې یو د خوښۍ شور زوږ او نظم واي.

زه په همدې سوچونو او اندېښنو کې که څه هم فیزیکلي دلته وم، خو روح او روان مې په افغانستان کې و چې د یوې همکارې غږ مې د سوچونو لړۍ وشلوله.

ماشومان بیرغونه په لاسونو کې چې ډېر ښکلي ښکارېدل بېرته د ښوونځي په لور له ځپلو خپلو ښوونکو سره روان شول او زما فکر بيا هم په افغانستان کې له خپلو هغو خويندو سره و چې دا دي کال پوره شو چې د خپلو ښوونځيو پرانستلو ته شېبې شماري، د تعليم اوزده کړو له خپلو انساني او اسلامي حقونو بې برخې کړای شوې دي.

افغان ماشوموان هم له خپل تاريخي دری رنګه ملي بيرغ سره ډېره مينه لري. هيله او دعا مې ده چې لوی خدای دې د زموږ د بېوسه خویندو مل شي چې پر مخ يې د مکتبونو دروازې پرانستل شي، د کار روزګار زمينه ورته برابره شي او يو ځل بيا زموږ د هويت او پېژندنې نښه دری رنګه ملي بيرغ د وطن په ګوټ ګوټ کې په رپېدا شي.

جون۱۷ /۲۰۲۲

نیویارک چیکټواګا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب