Homeخبرونهد پکتیکا زلزله ځپلو ته د زرو کورونو د جوړولو چارې پیل...

د پکتیکا زلزله ځپلو ته د زرو کورونو د جوړولو چارې پیل شوې

تاند( شنبه ، د اسد ۲۹ مه) ‏‏د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د وروستیو زلزلو قرباني شویو کورنیو ته د زرو کورونو د جوړولو چارې پیل شوې.

‏د طالبانو د طبيعي پېښو د چارو وزارت مرستيال د دغو کورونو د بنسټ ډبرې د ايښودلو پر وخت ویلي،چې په نیږدې راتلونکي کې به د پکتیکا په نورو ولسواليو کې هم زرو زلزله ځپلو کورنيو ته د کورونو د جوړولو چارې پیل شي.

د طالبانو په اعلامیه کې د يادو کورونو د لګښت او تمویلونکو په اړه څه نه دي ويل شوي.

يوې‌ خبري سرچېنې ویلي،چې پر هر کور تر ۵ زرو امريکايي ډالرو لګښت ممکن وشي.

څه موده مخکې د طالبانو ياد شوي وزارت د يوې مرستندويه مؤسسې يادونه کړې وه،چې د يادو کورونو د جوړولو چمتووالی یې څرګند کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...