یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنورستان کې سېلاوونو ۱۵تنه مړه کړي

نورستان کې سېلاوونو ۱۵تنه مړه کړي

تاند( چار شنبه ، د اسد ۲۶ مه) ‏‎‏په نورستان کې د طالبانو ځايي چارواکو ویلي ،چې په دې ولايت کې سېلاوونو پنځلس تنه مړه کړي دي.

د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې،دا سیلابونه د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې تېره شپه له سختو اورښتونو وروسته راوتي دي.

مسوولین وايي، چې لسګونه کورونه، څاروي، سړکونه، پلونه او کرنیزې ځمکې هم سېلاوونو وړي دي.

په وروستيو ورځو کې بيا د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د درنو سېلاوونو د راوتو خبرونه ورکول کیږي.

سختو زلزلو، ورښتونو او سېلاونو سږ کال د افغانستان په ډېرو سيمو کې زرګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د‌ طبيعي پېښو زيانمن شوي شکايت کوي،چې طالب چارواکي او نړيوال مرستندويان ورسره لازمې مرستې نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب