یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهصالح: خپله برخه مسوولیت منم،خو د جمهوريت سقوط د سولې په نوم...

صالح: خپله برخه مسوولیت منم،خو د جمهوريت سقوط د سولې په نوم د امریکا دسيسه وه

تاند( چار شنبه ، د اسد ۲۶ مه) ‏‎د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح په يوه مرکه کې امریکا متحده ایالات د سولې بهير په نوم د افغانستان د نظام پرزولو په دسیسې تورن کړ.

نوموړي وويل،چې په دې برخه کې له خپلو مسوولیتونو انکار نه کوي،خو په لوی تصویر کې ټوله لوبه امریکایانو د خپلو ستراتیژیکو ګټو او پروګرامونو لپاره تر سره کړه.

د صالح په وینا، امریکا د خپلو ادعاوو خلاف ترهګر په ښو او بدو سره وېشلي او خپلو ملګرو ترهګرو ته ېې،چې مخکې ېې نقدي جایزې پرې ټاکلې وې اوس یې لس تنو ته د يوه هېواد د حاکم رژیم په کابینه کې د وزارتونو په کچه د دندو اجازه ورکړې ده.

امرالله صالح له بي بي سي سره په دې نوې مرکه کې امریکا په دې هم تورنه کړه،چې له افغانستان سره د بشري مرستو په نوم کابل د څلويښت ميليوني ډالرو په اونيزو مرستو،چې د مصرف څارنه یې نشته، د طالبانو د رژيم په ملاتړ کې ونډه اخلي.

صالح ټینګار وکړ،چې د افغانستان له فقر ځپليو خلکو سره بايد پریمانه بشري مرستې وشي، خو په دې مرستو کې دې طالبان نقش نه لري او د مصرف نظارت یې باید موجود وي.

د هغه په خبره،‌ طالبان د دغو مرستو په ویش کې توپیري چلند کوي.

امرالله صالح په دې مرکه کې طالبان وننګول،چې د‌ شفافې ټولپوښتنې او ټاکنو له لارې دې خپل محبوبیت وازمايي او که ملت دوی ته مشروعيت ورکړ، دی به له وسله وال مخالفته لاس په سر او د طالبانو واکمنۍ ته غاړه کېږدي.

مخکې بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني او د ولسمشريزې دوری نورو چارواکو ېې هم د افغانستان د نظام د سقوط اصلي پړه پر امريکا اچولې وه.

امريکايي چارواکو بيا له افغانستان څخه د ولسمشر غني ناڅاپي وتل او د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو نه مقاومت د سقوط اصلي لاملونه ګڼلي.

عام افغانان په جمهوري نظام کې پراخ فساد، د جنګسالارانو او بهر نه راغلو څیرو انحصاري واک او د امریکا او نورو هېوادونو ستراتيژیکې موخې او لوبې د دوی د بې نظامه کیدو اصلي لاملونه بولي.

5 COMMENTS

  1. امرالله صالح يو روسانه او په زرغرده انسان دى. امريكا او پاکستان د جمهوريت په راپرحولو کی مهمه ونده لرله.

  2. امریکا د خپل وفادار لاس پوسی پاکستان په لمسون د خپلو شومو ګټو د خوندی کولو لپاره لوی وحشت او تور جهالت په افغانستان حاکم کړ. دوۍ خپلی ګټی خوندی کړی خو د خوار افغان نه يی هغه ټول حقونه واخستل چی په خپل کور کی د عزت ژوند تیر کړی. خپل اولادونه د علم په وسله سمبال کړی او د خپل حلال رزق د پیداکولو لپاره د پردو په دروازوکی ونه دریږی.
    د افغانستان ټول ولس ددې فاجعی په رامنځته کولو کی خپله خپله ونډه او مسولیت لری او نه شی کولی چی پړه يی په یو او بل واچوی.

  3. د اردو ړنګول او د جمهوریت سقوط د پاکستان شرطونه وو چي امریکا د دوحې خبرو د مخه د پاکستان سره منلي وو. د ملا برادر ایله کول هم وروسته له دغه پرېکړي واقع سول. اصلي خبري په جي ایچ کیو راولپنډی کي کېدلې نه په دوحه کي، کنه نو څه ضرورت و چي خلیلزاد ۱۲ یا ۱۳ ځله اسلام آباد ته سفر وکړي. دغه تړون باید د راولپنډی تړون وبلل سي نه د دوحې تړون.

  4. امریکا او پاکستان له اول ملګری وو . زموږ وطن دوست با ایمان افغانان یی قتل کړه . دا جنګ نه تروریستانو سر وو نه طالبانو سر . دا جنګ له افغان ولس او وطن دوست رهبرانو سر وو .

  5. داجګړه دافغان اولس دغرور، فرهنګ اوملي نواميسو دځپلو دپاره وه طالب يوازى داجير رول پکښې اداکړ امريکا دسيمي دهيوادونو سره چي په سرکي يې پاکستان دى خپل هدف ته ورسيده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب