Homeخبرونهط-انو د خپل ياغي قومندان مولوي مهدي د وژلو خبر ورکړ

ط-انو د خپل ياغي قومندان مولوي مهدي د وژلو خبر ورکړ

تاند( چار شنبه ، د اسد ۲۶ مه) ‏‎د طالبانو د دفاع وزارت ويلي،چې خپل ياغي شوی قومندان مولوي مهدي یې ايران ته د تېښتې پر وخت له دغه هېواد سره په ګډه پوله کې وژلی دی.

د طالبانو د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي،چې مولوي مهدي د افغانستان او ايران په ګډه پوله کې وژل شوی.

معلومه نه ده،چې نوموړی په قانوني يا ناقانونه توګه ايران ته تلونکی و.

مولوي مهدي د طالبانو په لیکو کې د دوی تر ټولو مهم هزاره قومندان و،چې د طالبانو له واکمنيدو سره د باميان د‌ استخباراتو رییس ټاکل شوی و.

هغه له دندې تر ګوښه کیدو له طالبانو څخه ناراضه او د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې خپل پلرني کلي ته لاړ.

مولوي مهدي په بلخاب کې خپل وسله وال منسجم او د طالبانو په لیکو کې د عدالت د تامين او حق غوښتنې په نوم داخلي مبارزه پیل کړه.

طالبانو د نوموړي له نارضايتۍ وروسته، هغه ته د پخلاينې لپاره څو پلاوي واستول او د ښار جوړونې وزارت مرستيالي یې ورته وړانديز کړه.

مولوي مهدي د طالبانو د هیئتونو وړاندیزونه او کابل ته د تګ غوښتنې رد کړې،چې طالبانو یې بالاخره پر ضد عملیات وکړل او جنګي جبهې ېې ورختمې کړې.

هغه له څه مودې راهيسې نادرکه و، خو يو ځل ېې د يوه غره له څوکې د جمهوري نظام د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير طاهر زهیر سره،چې د ايران سپاه پاسداران ته په کار کولو تورن و، ګډ عکسونه خپاره شول.

مولوي مهدي، سره له دې چې طالب و، خو د قومي اړيکو له مخې ېې ډېرو طالب ضدو هزاره فعالانو ملاتړ کاوه.

هغوی تر اوسه د نوموړي د وژل کیدو په اړه غبرګونونه نه دي ښودلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...