یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونههرات کې په ۳۵میليونه افغانیو د یوه کانال او سړک د جوړولو...

هرات کې په ۳۵میليونه افغانیو د یوه کانال او سړک د جوړولو چارې پيل شوې

تاند( چار شنبه ، د اسد ۲۶ مه) ‏‎‏‏د هرات په مرکز کې د ۳۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یو کانال او یو سړک د رغولو چارې پیل شوې.

په دې ولايت کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي ،دغه سړک او کانال د هرات ښاروالۍ له بودجې رغول کېږي چې لسګونو کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

چارواکو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

هرات ښاروالۍ د طالبانو له واکمنيدو وروسته ډېرې ورته پروژې پيل کړي،چې خلک ېې له فعاليتونو خوښي څرګندوي.

د طالبانو ځينې نورې ورته ادارې هم په مختلفو ولايتونو کې ورته رغنیزې چارې ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب