جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهامریکايي سناتور: القاعده پکې کمپونه جوړوي،پرافغانستان بیا ممکن برید وکړو

امریکايي سناتور: القاعده پکې کمپونه جوړوي،پرافغانستان بیا ممکن برید وکړو

تاند( چار شنبه ، د اسد ۲۶ مه) ‏‎‏‏د امریکا متحده ایالاتو مشهور جمهوري غوښتونکي سناتور لينډسي ګراهام پر افغانستان د امریکا او متحدينو له لوري یې د نورو بریدونو د احتمال خبر ورکړی.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي،چې القاعدې شبکې بیا په افغانستان کې روزنيز کمپونه جوړ کړي.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

امريکايي سناتور دا هم زياته کړې،چې طالبان له القاعدې او داعش ډلې سره په مفکوروي لحاظ کوم فرق نه لري،ځکه ټول سخت دریځه اسلام پال دي.

د ده په وينا، دوی په افغانستان کې کومه جګړه پای ته نه ده رسولې،بلکې نوې جګړه ېې پيل کړې ده.

د امریکايي سناتور دا څرګندونې په داسې حال کې دي،چې د تېرې جولای مياشتې په ۳۱مه امریکايي ځواکونو د کابل په شېرپور سیمه کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال وواژه.

طالبانو د دغه امريکايي سناتور څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب