سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهد کابل جومات کې چاودنه؛۲۰ تنه وژل شوي او ۴۰نور ټپيان دي

د کابل جومات کې چاودنه؛۲۰ تنه وژل شوي او ۴۰نور ټپيان دي

تاند(چهارشنبه، د اسد ۲۶ مه) راپورونه وايي،چې د کابل ښار د خيرخانې کوتل په یوه جومات کې نن د ماښام لمانځه پر مهال چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰تنه وژل شوي او ۴۰نور ټپيان دي.

الجزایرې ټلویزیون د خپلو خبري سرچينو په حواله ويلي چې چاودنه د صدیقیه په نوم په یوه جومات کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله شوې ده.

ويل کيږي چې په چاودنه کې د مولوي امير محمد کابلي په نوم د جومات ملا امام هم وژل شوی دی.

د طالبانو امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پېښې مسووليت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

مخکې داعش ډلې د داسې پېښو مسووليت پر غاړه اخيست.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب